بوټپوهنه
سلام / From Wikipedia, the free encyclopedia
بوټپوهنه د ژونپېوهنې يا بيالوژۍ يوه څانگه ده. په لنډه توگه يو څه داسې تعريف لري: بوټپوهنه د بوټو د ژوند په هکله يوه ساينسي زده کړه ده. د ژونپوهنې د يوې څانگې په توگه ورته د بوټو ساينس يا پوهه او يا هم د بوټوژونپوهنه وايي چې په انگليسي ژبه د بوټاني په نامه يادېږي. پدې زده کړې کې د بوټو زغښت، رغښت يا جوړونې، برار او ودې په هکله بشپړه پوهاوی او په دغو کې د زاتي توپيرونو څېړنې ته هم بوټپوهنه وايي.
بوټي پېژندنه د ډول ډول گلانو،وښښو، سابو، اغزو او د ونو د دغو بوټو د ودې لپاره برابر چاپېريال، څره، اوبه او نور کمياوي موادو په اړه معلومات ورکوي .
بوټپوهنه پخپله په ځان کې د بوټو په هکله ډېرې نورې زده کړې رانغاړي چې په دې کې د بوټو جوړښت، د برار او ودې، د توليداتو، د مېټابوليزم، د لويېدلو او د بوټو د ناروغيو په هکله زده کړې شاملې دي.
د بوټو په اړه څېړنه او پوهاوی د قبايلي چاپېريال نه راوتلی دی. ډول ډول بوټي به د څکلو سره يا خوړلو په ذريعه به په نښه او پېژندل کېدل همداو چې د زهري بوټو او درملو پېژندل به ترې کېدل. ځکه هم بوټپوهنه په ساينس کې يوه لرغوني پوهه ده .
له هاغه لرغوني وخت نه دبوټپوهنې په څېړنيز ډگر کې لا پراختيا راغلې او د ۵۵۰۰۰۰ شاؤخوا د بوټو خېلونه او ژواندي پکې څېړل شوي.
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
برخې |
د ونې مارفولوژی plant reproduction (en) plant physiology (en) plant genetics (en) د نباتاتو تکاملي پرمختیایي بیولوجي plant ecology (en) plant anatomy (en) phytosociology (en) بوټځمکپوهنه phytochemistry (en) phenology (en) palynology (en) paleobotany (en) vegetation (en) |
---|