بوغمه From Wikipedia, the free encyclopedia
بوغمه په امريکايي انگريزي کې (Edema) ايډيما او په برتانيوي انگرېزي (Oedema) اوډېما بلل کېږي. پخوا د dropsy ډروپسي يا hydropsy هايډروپسي په نومونو هم پېژندل کېده. بوغمه د بدن په بين البيني فضاگانو کې او يا هم د پوستکي تر لاندې د مايعاتو غيرنورمالې راغونډېدنې ته وايي. په ټولگړي توگه، په نورماله حالت کې د بين البيني مايعاتو کچه د هوميوسټاتيک توازن له مخې برابر ساتل کېږي، نو کله چې په بين البيني فضاگانو کې د حد نه ډېر د مايعاتو ترشح وشي او يا هم د مايعاتو د باندې وېستلو په کړنه کې کوم خنډ پيدا شي بيا نو همدا د بوغمې سبب گرځي.
داسې پينځه عاملونه دي چې په بدن کې د بوغمې د جوړېدنې سبب گرځېدلای شي.
د بين البيني فضاگانو د مايعاتو جوړېدنه د سټارلېنگ معادلې د قوې له مخې اداره کېږي.[2] د وينې په رگونو کې د هايډروسټېټيک فشار، ووب ته د اوبو د ورننوتلو لامل دی. دا کړنه په ووب او د وينې په پلازما کې د پروټين د غلاظت توپير ته لاره هواروي او په نتيجه کې د پلازما د پروټينو لوړ اونکوټيک فشار د دې سبب گرځي چې اوبه له ووب نه د وينې د رگونو لور ته راوکاږي. د سټارلېنگ معادله وايي چې د مايعاتو د ليکاژ (څڅېدنه) کچه، د دوه قوؤ ترمېنځ د توپير او د اوبو په وړاندې د رگونو د دېوال شفافيت په توگه څرگندېدلای شي کوم چې د يوې قوې د تول د نابرابرۍ په توگه د مايعاتو د بهېدنې کچه جوتوي. د اوبو ډېر ليکاژ په کاپېلري او پوسټ کاپېلري وېنيولونو کې پېښېږي. دا په دې خاطر چې د همدې نومېدلو رگونو دېوالونه د نيم-شفافه مېمبرانونو نه جوړ شوي چې د پروټينو په پرتله د اوبو د وتلو توان يې ډېر دی.
د بدن د ځينو ځانگړو غړو د التهاب په وخت کې بوغمه رامېنځ ته کېدلای شي، لکه د ستوني د التهاب، د پلو التهاب او يا د پانکراس التهاب دا ټول بوغمه رامېنځ ته کوي. د بدن ځينې نور غړي د ووبونو د خاص ميکانيزم له مخې بوغمه کېږي. په ځانگړو غړو کې د بوغمې بېلگې:
د بوغمې سببونه د بدن يوه غړي پورې نه دي محدوده او په عام ډول ټول بدن بدن کې هم د گڼو غړيو بوغمن کېدلو امکان هم شته. د ساري په توگه د زړه د حاد ناسوبوالي په نتيجه کې د سږو بوغمه، په پليورا کې د اوبلنې مادې راغونډېدنه، د نس ډډ بډ والی، او د بدن د خارجي اعضاؤ بوغمې ډېر راپېښېږي، چې په دغو ټولو کې د بدن د باندنيو غړو بوغمه، ناروغ ته د ډېره جدي روغتيايي ستونزه نه ده.[3]
د پوستکي د بوغمې عامې نښې د ماشې او غومبسې د چيچلو وروسته راښکاره کېږي. (wheal and flare), همداراز د ځينو زهري بوټو سره تماس لکه د پېچک زهر، او يا هم د لوېديځې څېړۍ زهر [4] هم ځينې حساسيتي جلدي راپارېدنې رامېنځ ته کولای شي. خو دا وروستی نومېدلی بوټی بيا اکثراً د contact dermatitis سبب گرځي.
بوغمه په بوټو کې هم پېښېږي او دا د بوټو په اورگانونو کې هغه غځېدلی پړسوب دی چې په اصلي توگه د ډېرو اوبو د راغونډېدنې په سبب رامېنځ ته کېږي. دا چې سلولي دېوال د ارتجايي سلولوز نه جوړ شوی نو په همدې دليل د ډېرو اوبو راغونډېدنه سلولوز د اوبو د فشار په سمت ټېلوهي او په بوټي کې ځرگنده بوغمه ښکاري.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.