بليز پاسکال
From Wikipedia, the free encyclopedia
بلیز پاسکال (د ۱۶۲۳ د جون ۱۹- د۱۶۶۲ د اګسټ ۱۹) يو فرانسوی رياضي پوه، فزيک پوه، مخترع، فيلسوف، ليکوال او د کاتوليکې مسيحي الهياتو متخصص و.[20][21][22][23][24]
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
د مړينې نېټه | |
د مړينې لامل | |
د مړينې ځای | |
د ښخولو ځای | |
استوګنځی | |
ژبې | |
اغېزمن شوی له |
د هیپو آګوستین — Michel de Montaigne (en) [1] — رنه دیکارت[16] — Cornelius Jansen (en) — Epictetus (en) |
دنده |
عمومي معلومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
غړی د | |
دین |
په کوچنيوالي کې روی ماشوم و چې د پلار له خوا یې روزنه تر لاسه کړې وه. پلار يې په روين کې د ماليې راټولوونکی و. په ریاضي کې د پاسکال لومړنی کار د مخروطي مقاطعو په اړه و؛ هغه په شپاړس کلنۍ کې د تصویري هندسې په اړه مهمه علمي مقاله وليکله. پاسکال وروسته له «پير دو فرما» سره د شونتيا د نظريې په اړه ليکنې تبادله کړې چې په معاصر اقتصاد او ټولنيزو علومو يې پياوړی اغېز درلود. په ۱۶۴۲ ز کال کې چې لا زلمی و، د محاسبې پر ماشينونو یې کار پيل کړل (چې د پاسکال د محاسبې ماشين او وروسته د پاسکالين په نوم ونومول شو). په دغه کال کې هغه د محاسبې د ميخانيکي ماشينونو له دوو مخترعينو څخه لومړی کس وپېژندل شو.[25][26]
پاسکال د خپل همعصره «رنی دکارت» په څېر د طبيعي او تطبيقي علومو له مخکښانو څخه ؤ. پاسکال د علمي تګلارې په ملاتړ لیکنې وکړي او څو لانجمنې پايلې يې رامنځ ته کړې. هغه د مایعاتو د مطالعې په برخه کې مهمې مرستې وکړې د «اوانګليسټا توهيچلي» د کار په عامولو سره يې د فشار او تشې تصورات روښانه کړل. هغه د توهيچلي او ګالیلو ګالیله په پيروۍ سره په ۱۶۴۷ ز کال کې د ارسطو او دکارت په څېر طرحې رد کړې، چا چې ټينګار کولو چې په طبيعت کې تشه نه شته.
په ۱۶۴۶ ز کال کې نوموړي او د هغه خور ژاکلین په کاتوليک مسيحيت کې له يو مذهبي خوځښت سره وپېژندل چې مخالفينو يې جانسنيزم باله. له مذهبي تجربې وروسته په ۱۶۵۴ ز کال کې، هغه د فلسفې او الهياتو په اړه په اغېزناکو لېکنو پیل وکړ. د هغه دوه مهم کتابونه په همدې وخت کې لیکل شوي، چې هغه دا دي: Lettres provincials يعنې اقليمي مقالې او Pensées يعنې افکار چې لومړی کتاب يې د جانسونيانو او يسوعيانو د شخړو په اړه و. دویم يې د پاسکال د شرط په اړه دی چې د ماشين په اړه د بحث په نوم پېژندل کيږي او د خدای د وجود په اړه يو احتمالي باوري بحث دی. په همدې کال کې هغه د حسابي مثلث په اړه يوه مهمه مقاله ولیکله. د ۱۶۵۸ او ۱۶۵۹ ز کلونو ترمنځ هغه سايکلايډ (داېرې ته ورته شکل/دايروي) او د جامدو شيانو د حجم په معلومولو کې د هغو د کارولو په اړه لیکنه وکړه. [27]
په ټول ژوند کې د پاسکال روغتيايي حالت ښه نه و، په ځانګړي ډول له اتلس کلنۍ وروسته؛ هغه د خپلې نهه دېرشمې کليزې څخه دوه مياشتې وروسته مړ شو.[28]