From Wikipedia, the free encyclopedia
برازیل چې په رسمي توګه د برازیل فدرالی ولسمشریزه ده د سویلي امریکا یو له سترو او گڼ وگړیزو هیوادونو څخه دی چې پلازمېنه یې برازیلیا او رسمي ژبه یې پرتګالي ژبه ده. برازيل د پراخوالي له پلوه د نړۍ پنځم لوی هېواد دی. د دغه هېواد شمال ته ونزویلا، کلمبیا، فرانسوي ګویاناو شمالي اطلس سمندر ، سوېل ته يې پاراګوای، اروګوای، پيرو او سوېلي اتلس، ختیځ ته يې اتلس سمندر، لویدیځ او جنوب لویدیځ ته یې بولېویا او ارجنټاین هېوادونه موقعيت لري.
برازیل | |
---|---|
بیرغ | نښان |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 14°سويل 53°لويديځ [۱] |
ټيټه سيمه | اتلانتيک سمندر (0 متر ) |
پراخوالی | 8515767 کیلومتره مربع |
رسمي ژبې | |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۷ سپټمبر ۱۸۲۲[۲][۳] |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن ، 16 کلن [۴] |
بې کارۍ کچه | 7 سلنه (۲۰۱۴)[۵] |
نور مالومات | |
بېړنۍ ټليفون شمېره |
۱۸۸ (crisis hotline ) |
تګلوری | ښي لورۍ |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | BR |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +55 |
سره له دې چې د استوا کرښه د برازیل له شمالي سیمو څخه تېریږي، خو د ارتفاعاتو او بادونو د لرلو له کبله او دغه راز له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله د برازیل هوا ډېره توده نه ده او د سانتیګراد د ۲۷ او ۲۵ درجو په منځ کې ښکته او پورته کېږي. په برازيل کې په عمومي توګه د کال د ډېرو تودو او سړو میاشتو د تودوخې درجې توپیر ډېر نه دی او له ژمي تر اوړي پورې له ۲ تر ۲.۶ درجو پورې توپير کوي. د برازیل په شمال ختیځو سیمو کې د کال په وچ فصل کې د هوا تودوخه ۳۸ درجو ته رسېږي چې دا د برازیل تر ټولو تودې سیمې بلل کېږي. بل خوا د دغه هېواد په جګو برخو کې د ژمي پر مهال هوا سړه وي او د سیندونو اوبه کنګل نیسي. په برازیل کې هر کال په منځنۍ توګه له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ ملي مترو پورې اورښت کېږي. د دغه هېواد د امازون د ستر سیند په حوزه کې اورښتونه په جنوري کې پیل کېږي او په جون کې پای ته رسېږي. د برازیل په ډېرو برخو کې د دوبي پر مهال باران اوري او د ژمي میاشتې يې د کال په وچ فصل کې شمېرل کېږي.
د یادولو وړ ده چې برازیل له روسیې، کاناډا، چین او امریکا وروسته د نړۍ پنځم لوی هېواد دی چې د جنوبي امریکا ۴۸ سلنه او د ټولې امریکا لویې وچې ۲۰.۸ سلنه خاوره يې نیولې ده. د برازيل پلازمېنه د برازیلیا ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر ۲۰۸ ميلیونو تنو ته رسېږي، چې په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې ۲۳ تنه ژوند کوي. د ټولو وګړو ۸۵ سلنه يې په ښاري او پاتې ۱۵ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي. د ژوند تمه پکې په منځنۍ توګه ۷۳ کاله ده. ۴۸ سلنه اوسېدونکي يې د سپين، ۴۳ سلنه يې د ګډ تور او سپين، ۲ سلنه يې د عربي او پاتې ۷ سلنه اوسېدونکي يې بيا د مختلفو نورو اسيايي نژادونو درلودونکي دي.
د برازيل اوسېدونکي له مذهبي پلوه ۶۴ سلنه د کاتوليک، ۲۲ سلنه د پروتستانت او پاتې نور يې بيا د مختلفو اديانو پيروان دي.
د دغه هېواد رسمي ژبه پرتګالي ده، خو پر پرتګالي سربېره هسپانوي، انګليسي او فرانسوي ژبې هم په دغه هېواد کې ګڼ ويونکي لري. ليک يې لاتين دی. برازیل ۲۶ ولایتونه او یوه فدرالی ولسوالي لري. ساو پاولو، ریودوجنیرو، سلوادور، فورتالیزا، بیلوهاریزونټ، کوریټیبا، ماناوس، او بیلیم يې لوی او مشهور ښارونه دي.
د برازيل د حکومت ډول فدرالي جمهوريت دی. د دغه هېواد لومړنی اساسي قانون په کال ۱۸۹۱ کې تدوین شوی دی. پر دغه قانون تر اوسه څو ځلې بيا کتنې شوې دي. د برازیل ولسمشر چې د لومړي وزارت دنده هم پرمخ بیايي، له خپل مرستیال سره په یو وخت کې د خلکو په خوښه ټاکل کېږي او يوازې يو ځل د څلور کلنې دورې لپاره کار کولی شي. د برازیل پارلمان دوې جرګې لري: د مشرانو فدرالی جرګه، ۸۱ غړي لري چې له هر ولایت او فدرالي ولسوالۍ څخه درې - درې کسان د خلکو په رایه ورته ټاکل کېږي او ۸ کاله کار کوي. د دې جرګې ۳۳ سلنه غړي هر څلور کاله وروسته بدلېږي. دویمه يې ولسي جرګه ده چې ۵۱۳ غړي لري او ټول د برازيل د مختلفو سيمو د اوسېدونکو له خوا د نفوس په تناسب ټاکل کېږي. د دې جرګې غړي څلور کاله کار کوي. په برازيل کې د هغو کسانو له لوري د رايې کارول جبري دي چې د عمر ۱۸ کلونه يې پوره کړي وي، خو ۷۰ کلنۍ ته نه وي رسېدلي.
د برازیل حقوقي نظام له ۱۹۱۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې په رومي قوانینو یا کوډونو ولاړ و، خو په ۲۰۰۲ کال کې پکې بدلونونه راغلل او مدني قوانین نافذ شول. ستره فدرالي محکمه د برازیل لوړ قضایي ارګان دی چې يو مشر یا قاضی القضات او ۱۱ غړي لري او د ولسمشر له لوري د ټول عمر لپاره ټاکل کېږي. ورپسې بيا د استیناف فدرالي محکمه، د ټاکنو عالي محکمه، د عدالت عالي محکمه او سیمه ییزې فدرالي محکمې د برازیل مهمې محکمې بلل کېږي. د برازیل کارګر ګوند، د برازیل سوسیالېست ګوند، د برازیل کمونېست ګوند، کارګر ولسواک ګوند، زرغون ګوند، د عوامو سوسیالېست ګوند او مترقي ګوند د برازيل مهم او مخکښ سياسي ګوندونه دي.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.