![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/b/be/Ventilation_good_bad.jpg/640px-Ventilation_good_bad.jpg&w=640&q=50)
بادپښنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
بادپښنه ټکی د بادپښ څخه اخیستل شوی دی. بادپښ پخوا په دېوال کې سوروي او یا هغې وړې کړکۍ ته ویل کېدل چې په کوټه کې د تربختې، بوینې، لندبل ...، په لنډه د ناوړې هوا د بدلون او تاندولو په پار جوړېده.
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/b/be/Ventilation_good_bad.jpg/640px-Ventilation_good_bad.jpg)
بادپښنه سمهال په دوه ډوله تر سره کېږي: په پنځیزه توگه او په میخانیکي توگه.
- پنځیزه بادپښنه. لاتر اوسه په هماغه پخواني ډول تر سره کېږي. کله په نېغه یو سوروی په دېوال، کړکۍ او یا په بلۍ کې کېږي. کله هم د ټولو برخو (پخلنځی، لمبلځی، حاجتځای (ټټۍ)) سوروي په یو کانال پورې تړل کېږي او کانال تر بلۍ بهر ته وځي.
- میخانیکي بادپښنه. د بادپښ (د بادپښنې ماشین) په مرسته تر سره کېږي. بادپښ یوه کمکۍ دستگاه لري چې د هغې په مرسته کېدای شي چټک، ورو او یا بیخي مړ شي.