From Wikipedia, the free encyclopedia
د انسان د دفاعي نیمګړتیا ویروسونه( اچ آی وي) (HIV) د لینتي ویروس (Lentivirus) دوه ډولونه دي چې د ریتروویروس یوه فرعي څانګه ده او انسان ککړوي. د وخت په تېرېدو سره، دوی د ترلاسه شوي دفاعي نیمګړتیا سنډروم یا ایډز (AIDS) لامل کېږي او په دې حالت کې بیا د دفاعي سیستم پرمختللې بې ځواکي دا امکان رامنځته کوي چې ژوندګواښوونکی مغرض انتانونه او سرطانونه سر ونیسي. له درملنې پرته، په اچ آی وي له ککړېدو نه وروسته د ژوندي پاتې کېدو منځنی مهال د اچ آی وي ډول ته په کتو سره له ۹ تر ۱۱ کلونو پورې دی. په ډېری مواردو کې، اچ آی وی له جنسي لارې لېږېدودنکی انتان دی او له وینې، انزال نه وړاندې، مني او د مهبلي مایعاتو سره د تماس یا لېږد له لارې رامنځته کېږي. څېړنو (په دواړو همجنس او مخالف جنس جوړو کې) ښودلې ده چې، که د اچ آی وی درلودونکی [جنسي] شریک داسي ویروسي بار ولري چې د پېژندلو وړ نه وي، اچ آی وی د کاندوم نه پرته نیول شوې جنسي اړیکې له لارې د لېږد وړ نه ده. غیرجنسي لېږد ښايي له ککړې شوې مور نه د هغې بچي ته د د زېږېدو پر مهال له وینې یا مهبلي مایع سره د تماس پر وخت او یا هم د سینې شیدو له لارې ولېږدول شي. د بدن د دغو مایعاتو په دننه کې، اچ آی وي هم د آزادو ویروسي ذراتو او هم په ککړو شویو دفاعي حجرو کې د ویروس په بڼه شته دی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
اچ آی وي، د انسان د دفاعي سیستم حیاتي حجرې ککړوي، لکه مرستندويې ټي T حجرې (په ځانګړې توګه CD4+ T حجرې)، مکروفېج او دېنډرېټ حجرې. اچ آی وي انتان د یو شمېر جوړښتونو له لارې د CD4+ T د ټیټو کچو لامل کېږي، لکه د نیمګړو ککړو ټي T حجرو پیروپټوز، د ناککړو بایسټنډرډ حجرو اپوټوز، د ککړوحجرو نېغه وژنه او د CD8+ سایټوټاکسیک لېموسیت په وسیله، چې ککړې حجرې پېژني، د CD4+ T ککړو حجرو وژل. کله چې د CD4+ T حجرو شمېره د حیاتي کچې نه ښکته راولوېږي، د حجرې خوندیتوب له منځه ځي او بدن په تدریجي توګه د مغرضو انتانونو پر وړاندې لا زیانمنونکی کېږي چې په پای کې يې ایډز رامنځته کېږي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
اچ آی وي د لینتي ویروس ډلې (genus) غړی دی چې د ریټروویریډې کورني برخه ده. لینتي ویروس ډېری ګډې مورفولوژي او بیولوژیکي ځانګړنې لرې. ډېری ډولونه (species) د لینتي ویروس په وسیله ککړېږي، او د ځانګړنو له مخې د اوږدمهالې ناروغۍ او بدن ته د میکروب له ورننوتلو نه د ناروغۍ د نښو نښانو تر څرګندېدلو پورې اوږدې مودې (long incubation period) مسئول دی. ویروسي آر اېن اې RNA جېنوم د هدف وړ حجرې ته له ننوتلو سره سم د یوه ویروسي رمزي انزایم، معکوس ترانسکریپټېز، له لارې چې د ویروسي جېنوم سره یوځای د ویروس په ذره کې لېږدول کېږي، په دوه-سره ډي اېن اې DNA بدلېږي (معکوس ترانسکرایبډ). ورپسې لاسته راغلې ویروسي ډي اېن اې د حجرې هستې ته ننوځي او له حجروي ډي اېن اې سره د ویروسي رمزي انزایم، اېنټېګرېز، او کوربه ګډوفکټورنو له لارې مدغم کېږي. وروسته له ادغام نه، ښايي ویروس ځان پټ کړي او په خپله ویروس او کوربه حجرې ته دا امکان ورکړي چې د ناټاکلي مودې لپاره د دفاعي سیستم له لوري له پېژندل کېدو نه وژغورل شي. اچ آی وي ویروس کولای شي، د انسان په بدن کې د ککړېدا له پیل نه تر لسو کلونو پورې ځان پټ وساتي او په دې موده کې ویروس د هېڅ نښې نښانې لامل نه کېږي. په بل ډول، مدغم شوې ویروسي ډي اېن اې ښايي ترانسکرایبډ شي او د هغو کوربه حجروي سرچینو نه په ګټنې سره نوي آر اېن اې جېنومونه او ویروسي پروټينونه رامنځ ته کړي چې د حجرې نه د نویو ویروسي ذراتو په توګه چې بېرته له سره به د تکثیر څرخ پیلوي، تړل شوي او آزاد شوي دي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
دوه ډوله اچ آی وي ځانګړي شوي دي: اچ آی وي ۱ او اچ آی وي ۲ (HIV-1 & HIV-2). اچ آی وي ۱ هغه ویروس دی چې اساساً هم د لېمفادېنوپاتي پورې تړلی ویروس (LAV) او هم د انساني ټي-لېمفوټروپیک ویروس ۳ (HTLV-III) په بڼه کشف او ونومول شو. اچ آی وی ۱ د اچ آی وي ۲ په پرتله تر ډېره وژونکی او ډېر ککړونکی دی او په نړۍ کې د ډېرو اچ آی وي انتانونو لامل دی. د اچ آی وي ۱ په پرتله د اچ آی وي ۲ ټيټه ککړونه په دې معنا ده چې پر اچ آی وي ۲ پورې اړوند ډېر لږ خلک ککړېږی. لکه څرنګه چې اچ آی وي ۲ د لېږد لږ ظرفیت لري، نو دا ویروس په لویدیځه افریقا پورې محدود پاتې شوی دی. [۲۰][۲۱]
د اچ آی وي جوړښت، د نورو ریتروویروسونو نه توپیر لري. دا څه ناڅه کروي دی او نږدې ۱۲۰ نانومیټره قطر لري او د وینې د سرو کرویاتو نه شاوخوا ۶۰ ځلې کوچنی دی. دا د آر اېن اې یو-سره مثبت-حس (positive-sense single-stranded RNA) له دوو نسخو نه جوړ شوی چې د ویروس نهه جینونه کوډ کوي او د هغه مخروطي کپسېډ په وسیله چاپېر شوي چې د پی۲۴ p24 د ویروسي پروټین له ۲۰۰۰ نسخو نه جوړ شوي دي. یو-سره آر اېن اې په نوکلیوکسپېډ پروټینونو، پي۷ p7 او هغو انزایمونو پورې ټینګ نښتی دی چې د ریورس ټرانسکرېپټېز، پروټیز، ریبونوکلیز او انټېګرېز په څېر ویریون د رامنځته کولو لپاره اړین دي. یو ماټریکس چې د ویروسي پروټین p17 نه جوړ شوی دی، کسپېډ احاطه کوي او د ویریون ذراتو استحکام ډاډمنوي. [۲۲][۲۳][۲۴]
دا بیا په خپل وار سره د انساني کوربه حجرې غشا نه د حجرې نوې ویروسي ذرې جوړېدو پر مهال اخیستل شوي لیپیډي دوه-پټه ویروسي پوښ په وسیله چاپېر شوی دی. په دې ویروسي پوښ کې د کوربه حجرې پروټين او د اچ آی وي پوښ پروټين نسبتاً لږې کاپیګانې شته چې د ګلیکوپروټین ۱۲۰ په نامه د درېیو مالیکولونو نه جوړ یوه برغولي او د درېیو ګلیکوپروټین۴۱ مالیکولونو له یوه ډډ نه چې د ویروسي پوښ جوړښت ټینګ ساتي تشکیل شوی دی. د اچ آی وي پوښ درلودونکي جین په وسیله کوډ شوی پوښ درلودونکی پروټین، ویروس ته د دې امکان ورکوي چې په هدف وړ حجرو
پورې ونښلي، د هدف وړ حجرې له غشاء سره ویروسي پوښ ګډ کړي، حجرې ته ویروسي محتویات ورننباسي او انتاني څرخ پیل کړي. [۲۵][۲۶]
پوښ درلودونکی پروټین د اچ آی وی واکسین د هڅو یو ستر هدف دی، ځکه دا د ویروس پر مخ یوازنی ویروسي پروټین دی. د تریمیري پوښ سپایک له نیمايي ډېر حجم په N پورې تړلي ګلیکانونه (N-linked glycans) دي. کثافت يې لوړ دی ،ځکه ګلیکانونه لاندینی ویروسي پروټین د انټي بادۍ په وسیله د خنثی کولو نه خوندي ساتي. دا د پېژندل شویو ګلیکوسایلیټيډ مالیکولونو یو تر ټولو ډېر کثافت درلودونکی دی چې په انډوپلازمي او ګولګي جهاز کې د بایوجینیز پر مهال د ګلیکانونو د عادي بلوغ پروسې د مخنیوي لپاره پوره لوړ کثافت لري. له همدې امله، ډېری ګلیکانونه د نابالغو "لوړ-مانوز" ګلیکانونو په بڼه پاتې کېږي چې په عادي توګه په انساني ګلیکوپروټینونو کې چې د حجرې پر مخ ترشح کېږي یا شته دي، نشته. غیرعادي پروسس او لوړ کثافت په دې معنا دی چې نږدې ټول پراخ خنثی کوونکي انټې باډي، چې تراوسه (د هغو ناروغانو له فرعي ټولګو نه چې له ډېرو میاشتو نه تر کلونو راپه دې خوا ککړ دي) پېژندل شوې دي، له دغو پوښ درلودونکو ګلیکانونو سره تړلي یا له هغوی سره د ځان عیارولو لپاره جوړ شوي دي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
اوس د ویروسي سپایک مالیکولي جوړښت د اکسرې کرېسټالوګرافي او کریوجینیک الکټرون مایکروسکوپي په وسیله معلومېږي. په جوړښتي بیالوژۍ کې دغه پرمختګونه د ویروسي سپایک د بیاترکیب شویو ثابتو بڼو رامنځته کېدو له لارې ممکن شوي دي. [۳۲][۳۳][۳۴]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.