اګوست رودن
From Wikipedia, the free encyclopedia
فرانسوا اګوست رنه رودن (زوکړه: د ۱۸۴۰ زکال د نومبر ۱۲ مه – مړینه: د ۱۹۱۷ زکال د نومبر ۱۷ مه) فرانسوی مجسمه جوړونکی و چې تر ډېره پورې د معاصرې مجسمه جوړونې د بنسټ ګر په توګه ګڼل کېږي. هغه په سنتي ډول په دغه برخه کې روزل شوی و او د یو صنعتګر په توګه یې خپلو چارو ته دوام ورکاوه. رودن له رس خاورې څخه د یوې پېچلې، ستونزمنې او عمیقې سطحې په جوړولو کې ځانګړی مهارت درلود. نوموړی د خپلو یو شمېر مجسمو لکه د مفکر (The Thinker)، د بالزاک د یادګاري مجسمې (Monument to Balzac)، مچي (The Kiss)، برګر کالیه (The Burghers of Calais) او د دوزخ د دروازې (The Gates of Hell) د جوړولو له امله پېژندل کېږي. [35][36]
اګوست رودن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۲ نومبر ۱۸۴۰[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15][16][17][18][19][20][21][22][23] پاريس [24][25] |
مړینه | 17 نومبر 1917 (77 کاله)[1][2][3][5][7][8][9][10][11][12][13][14][15][18][19][20][21][22][26] |
تابعیت | فرانسه [27][28][29] |
نسل | فرانسیسی [30] |
عملي ژوند | |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه [31][32] |
تحریک | نوواله هنر [33]، سمبوليزم [34] |
لاسليک | |
سمول |
د رودن ګڼ شمېر پام وړ مجسمې له انتقاد سره هم مخ شوې ځکه چې د فیګوراټیو مجسمې جوړولو له سنتونو سره چې تر ډېره په کې تزئیني، فرمولي او یا هم په لوړه کچه مضمون لرونکي اثار شامل و په تضاد کې وې. د رودن تر ټولو اصیلو اثرونو د تمثیل او افسانه پوهنې له مضامینو څخه فاصله لرلې. نوموړي په خپلو مجسمو کې تر ډېره پورې د انسان بدن د هغو د طبیعي ډول له مخې کښلی او د هغو فردي شخصیت او جسم یې نندارې ته وړاندې کړی. په داسې حال کې چې رودن د خپل کار پر وړاندې د راولاړېدونکو ستونزو سره حساس و خو د خپل سبک له بدلون څخه یې ډډه وکړه او د فعالیتونو دوام یې له ده سره د دولت او هنري ټولنې د زیاتېدونکې لیوالتیا لامل وګرځېد.
د رودن اصلي شخصیت له ناڅاپي طبیعت پالنې څخه - چې په ۱۸۷۵ زکال کې یې ایټالیا ته د هغه له سفر الهام اخیست – تر هغو نامتعارفو یادګارونو پورې چې نوموړی وروسته د هغو اړوند د سپارښتونو د موندلو په لټه کې و؛ شهرت وموند او رودن د خپل مهال په مخکښ فرانسوي مجسمه جوړونکي واوښت. تر ۱۹۰۰ زکال پورې هغه یو مشهور نړیوال هنرمند و. بډایه خصوصي پېرودونکي د هغه له نړیوال نندارتون وروسته د نوموړي د آثارو په لټه کې و او ده هم له مخکښو روڼ آندو او هنرمندانو سره خپله همکاري وساتله. د هغه شاګرد کامیل کلودل چې د هغه همکار او پر ده مین و د ده په نوښتګر سیال واوښت. د رودن په نورو شاګردانو کې آنتوال بوردل، کنستانتین برانکوزي او چارلز دیسپیو شاملېږي. رودن او د هغه همیشنۍ ملګرې روز بیورټ د خپل ژوند په وروستي کال کې له یوبل سره واده وکړ. په ۱۹۱۷ زکال کې د ده له مړینې وروسته یې مجسمو خپل محبوبیت له لاسه ورکړ خو د څو راتلونکو لسیزو په ترڅ کې د هغه میراث تثبیت شو. رودن یو له هغو کم شمېر مجسمه جوړونکو څخه دی چې په پراخه کچه د تجسمي هنرونو له ټولنې بهر پېژندل کېږي.