اپولو
From Wikipedia, the free encyclopedia
اپولو په کلاسيکي يوناني او رومي مذهب او يوناني او رومي افسانو کې يو له «اولمپين» خدايانو دی. د يونانيانو ملي الوهيت، اپولو د غشي ويشتلو، موسيقۍ او نڅا، ريښتينولۍ او پېغمبرۍ، رغېدو او ناروغيو، د لمر او رڼا، شاعرۍ او نورو ډېرو د خدای په توګه منلی و. هغه د يوناني خدايانو يو له تر ټولو مهم او پېچلی خدای، د «زيوس» او «ليټو» زوی او د «ارټيمس» غبرګونی ورور، د ښکار ښځينه ربن النوعه (ښځينه خدای/الهه) دی. دا تر ټولو ښکلی خدای او د «کوروس» (ايفيبي، يا له ږېرې پرته، د غښتلتيا ځوان) د يوې بېلګې په توګه بلل کېږي، اپولو په ټولو خدايانو کې زيات يوناني بلل کېږي. اپولو (Apollo) تر يوناني اغېز لاندې د «اتروسکي» په افسانو کې د «Apulu» په نوم پېژندل کېږي.[1]
د «ډيلفي» (اپولو پايتيوس) د سرپست خدای په توګه، اپولو د وحی يو منځګړی خدای دی – د ديلفي روحاني منځګړي لپاره پيغمبري خدای. اپولو هغه خدای دی، څوک چې مرسته کوي او له بدۍ څخه خونديتوب ورکوي؛ بېلا بېل لقبونه هغه ته د بدۍ مخنيونکی وايي. ډيلفي اپولو د سمندري د مسافرو او بهرنيانو سرپرست او د تښتېدونکو او کډوالو ساتونکی دی.
درمل او رغېدنه د اپولو سره تړلي دي، که هغه په خپله د خدای له خوا وي يا د هغه د زوی «اسکليپيس» له خوا د منځګړيتوب په مخ وي. اپولو خلک له وبايي ناروغيو وژغورل، بیا هم دا يو داسې خدای دی، څوک چې په خپلو غشو سره ناروغي-روغتيا او مرګونی طاعون راوستلای شي. د غشي ويشتلو د ايجاد امتياز هم خپله اپولو او د هغه خور «ارټيمس» ته منسوب دي. اپولو عموماً د سپينو زرو يا سرو زرو د غشو يا غشو کڅوړې د لېږدونکي په توګه تشريح کېږي. ځوانانو ته د ودې ورکولو لپاره د اپولو وړتيا د هغه «پانهلينيک» فرقې د شخصيت د غوره تاييد شويو اړخونو څخه يو دی. د ځوانانو (کوروټروفوس) د ساتونکي په توګه، اپولو د ماشومانو د روغتيا او زده کړې په اړه فکر درلود. هغه زلميتوب ته د دوی پر رسېدو څارنه کوله. اوږده ويښتان، کومو چې د هلکانو لپاره ځانګړی حيثيت درلود، په راتلونکي عمر (ايفيبيا) کې غوڅ شوي او اپولو ته وقف شوي و.
اپولو د شپنو يو مهم خدای دی او د شپنو او پادوانانو ساتونکی و. له خزنده ګانو او ښکاريانو څخه د رمو، پادو او فصلونو ساتنه د هغه بنستيزې دندې وې. له بلې خوا، اپولو همدا راز د نويو ښارونو د بنسټ اېښودلو او مدني قانون د جوړولو هڅونه هم کړې ده. هغه پر نېواکګرو تسلط سره هم تړلی دی. هغه د قانون ورکونکی و او په کوم ښار کې د قوانينو جوړولو څخه مخکې د هغه له ويناوو سره مشوره کېده.
د «ماوسيک» د خدای په توګه، اپولو په ټولو موسيقيو، سندرو، نڅا او شاعرۍ مشري کوله. هغه د تارونو د موسيقۍ (د موسيقۍ هغه ډول چې داسې وسايل پکې کاريږي چې تارونه پکې استعمال شوي وي لکه رباب) مخترع و او د ميوز (لرغونی يوناني دين او افسانې) تکراري ملګری و چې په لمانځلو کې يې د هغوی د سندربولې ډلې د مشر په توګه کار کاوه. «لاير» (رباب ته ورته د موسيقۍ يوه اله/چنګ) د اپولو يوه شريکه ځانګړتيا ده. په هلينستي وختونو کې، په ځانګړي ډول په پنځمه مخزېږديزه پېړۍ کې، د اپولو هيليوس په توګه په يونانيانو کې د هيليوس، د لمر د شخصيت لرونکي په توګه وپېژندل شو. په هر حال، په لاتيني متن کې، تر لومړۍ زېږدېزې پېړۍ پورې، د کلاسيکي لاتيني شاعرانو په منځ کې له «سول» سره د اپولو هېڅ ادغام نه وموجود. اپولو او هيليوس/سول تر پنځمې پېړۍ پورې ادبي او افسانوي لېکنو کې جلا جلا مخلوقات پاتې شوي دي.[2][3]