![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/9c/Eva_Peron_Signature.svg/langps-640px-Eva_Peron_Signature.svg.png&w=640&q=50)
ايوا پيرون
From Wikipedia, the free encyclopedia
ماريا ايوا ډوارټي ډي پيرون (Maria Eva Duarte de Peron) چې کورنی نوم يې ماريا ايوا ډوارټي دی او يوازې د ايوا پيرون يا ايويټا “Evita” په وړ نوم باندې ښه پېژندل کېږي، د ۱۹۱۹ ز کال د می پر ۹ مه نېټه وزېږېده او د ۱۹۵۲ ز کال د جولای پر ۲۶ مه نېټه وفات شوه. نوموړې يوه ارجنټاينۍ فلمي اداکاره، سياستپوه، فعاله او انسان دوسته وه، چې د ولسمشر جوان ډومينګو پيرون “Juan Domingo Peron” (۱۸۹۵ – ۱۹۷۴) مېرمن وه او د ۱۹۴۶ ز کال له جون څخه تر خپلې مړينې پورې يې د ارجنټاين د لومړۍ مېرمنې په توګه خدمت وکړ. نوموړې په پامپاس “Pampas” کې د لوس ټولډوس “Los Toldos” په يوه کليوالي سيمه کې په بې وزلۍ کې زېږېدلې وه او د پينځو ماشومانو تر ټولو کشرۍ وه. په ۱۹۳۴ ز کال د ۱۵ کلنۍ په عمر د دريځ، راډيو او فلمي ادارکارې په توګه د مسلک تعقيبولو په موخه د هېواد پلازمېنې بونيس ايريس ته لاړه.
ايوا پيرون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۷ مې ۱۹۱۹[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11] |
مړینه | 26 جولای 1952 (33 کاله)[12][2][3][4][5][6][8][9][13][11][14] ![]() بوئنوس آيرز [15][3] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، فلم لوبګر ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | اسپانيايي ژبه [17][18][19] ![]() |
د کړنې څانګه | سياست [20] ![]() |
خوځښت | د ښځو حقونه ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB مخونو ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
نوموړې د ۱۹۴۴ زکال د جنوري پر ۲۲ مه نېټه د ارجنټاين په سان جوان “San Juan” کې د زلزلې قربانيانو ته د مرستې په موخه په “Luna Park Stadium” کې د مرستندويه غونډې پر مهال له ډګروال جوان پيرون “Colonel Juan Peron” سره وکتل. دواړو راتلونکی کال يو له بل سره واده وکړ. جوان پيرون د ۱۹۴۶ ز کال په جون کې د ارجنټاين ولسمشر وټاکل شو. د راتلونکو شپږ کالونو په موده کې ايوا پيرون پلويو سوداګريزو اتحاديو دننه په ځانګړي ډول د کارکوونکو د حقونو په اړه د خبرې کولو له امله ځواکمنه شوه. نوموړې د کار او روغتيا وزارتونو چارې هم پر مخ ويوړې، د ايوا پيرون مرستندويه بنسټ يې رامنځته او پر مخ وېوړ، ارجنټاين کې د ښخو د رايې کارونې حق اتله شوه او د پيرون پلوي ښځينه ګوند “Female Peronist Party” په نوم يې په پراخه کچه د هېواد لومړنی ښځينه سياسي ګوند رامنځته او اداره کړ.
په ۱۹۵۱ ز کال کې ايوا پيرون د ارجنټاين د مرستيال ولسمشرۍ دفتر لپاره د پيرون پلوې ټاکنې لپاره خپله نوماندي اعلان کړه، د پيرون پلوي سياسي بنسټ له لورې يې پراخه ملاتړ تر لاسه کړ. د ياد بنسټ ډېری غړي د ټيټ عايد لرونکي او کاري ټولګي ارجنټايني وګړي وو، چې “descamisados” يا بې کميسه وګړي بلل کېدل. د هېواد فوځ او بورژوا يا پانګه والې طبقې له لورې د مخالفت او خپلې خرابېدونکې روغتيا له امله اړ شوه، چې له نوماندۍ څخه لاس واخلي. په ۱۹۵۲ ز کال کې د ۳۳ کالو په عمر د سرطان له امله له مړينې څخه لږه موده مخکې ورته د ارجنټاين د کانګرس له لورې «د هېواد د معنوې مشرې» وړ نوم ورکړل شو. د جنازې مراسم يې په رسمي يا دولتي دود تر سره شول، چې دا ځانګړی امتياز يوازې د دولت د مشرانو لپاره په پام کې نيول کېده. [21][22][23][24]
ايوا پيرون د ۱۹۷۶ زکال د موزيکال “Evita” د موضوع په توګه په خورا نامتو ډول د نړيوال نامتو کلتور يوه برخه ګرځېدلې ده. کرسټينا الواريز روډريګيز “Cristina Alvarez Rodriguez” ادعا کوي، چې ايويټا د ارجنټايني وګړو ډله ايز شعور هيڅکله نه دی پريښی. کرسټينا فيرنانډيز ډي کېچنر “Cristina Fernandez de Kirchner” چې د ارجنټاين لومړنۍ ښځينه ټاکل شوې ولسمشره ده، ادعا کوي چې د ايوا د نسل ښځې د نوموړې د جذبې او مبارزې د بېلګې پوروړې دي. [25][26][27]