From Wikipedia, the free encyclopedia
اوښ ډوله غڼې (په لاتين: Solifugae) د غڼه ډوله ژويو څخه د سپې یو غوښه خوړونکې او څيروونکې ژوې دي چې په وچو سیمو کې ژوند کوي. نوموړې ژوې په ځانگړي ډول مورپان خوري خو کوچنۍ شمزۍ لرونکې ژوې هم ښکارولای شي. د اوشي غنو ټوله طايفه ۱۰۰۰ ډوله ژوي لري چې په ۱۲ کورنيو او ۱۵۳ جنسو وېشل کېږي. اوښ ډوله غڼې د غڼه ډوله ژويو څخه تر ټولو لرغونی ژوي دي چې ۳۲۰ میلیونه کاله مخکې په نړۍ کې ژوند شوې وې. نوموړي ژوي په ځانگړي ډول په اروپا، آسيا، اقريقا او امريکا کی په وچو سیمو کې ژوند کوي. اوږدوالي یې د څو میلیمترو څخه تر ۱۵ سانتیمترو پورې وي، قوي کرغشي لري Archived 2021-10-07 at the Wayback Machine. خو د غڼو په مقابله کې هېڅ زهر نه لري.
Solifugae اوښ ډوله غڼې | |
---|---|
مملکه | ژوی |
بې شمزۍ ژوي | |
شاخه | بند پښه لرونکی ژوي |
څېرمه شاخه | نوسی لرونکې ژوې |
کلاس | غڼه ډوله ژوي |
تیره | اوښي غڼې |
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.