اوښلن لوگی
From Wikipedia, the free encyclopedia
اوښلن لوگی يا اوښلن گاز، (په انگرېزي: Tear gas) چې په رسمي توگه لاکريمېټوري اجېنټ يا لاکريماټور (د lacrima نه راوتلی چې په لاتين کې د "اوښکې" په مانا دی) هم يادېږي، يو ناوژونکی کيميايي مرکب دی چې د سترگو قرنيوي وژي راپاروي او همدا پارېدنه د اوښکو، درد او آن د ړوندوالي سبب کېږي. د او سي, سي اس, سي ار, سي ان, نانيوامايډ, برومواسيتون, فېناسيل برومايد, زيليل برومايد او سين-پروپان ايتايل-اس-اکسايد (چې له پيازو په لاس ته راځي) عام اوښلن توکي دي. د لاکريماټورانو يا اوښلن توکو کيميايي جوړښت تر ډېره حده يو بل ته سره ورته دی او د دوی د جوړښت گډ عنصر Z=C-C-X دی، چې په دغه جوړښت کې د Z سمبول د کاربن يا اکسيجن ښکارندوی، او د X سمبول د برومايد يا کلورايد عنصر ښکارندوی دی.