اوزبکي ژبه
From Wikipedia, the free encyclopedia
ازبکي د ترکي ژبو له ډلې څخه ده چې د ازبکستان هېواد لومړۍ رسمي او یوازینۍ ملي ژبه ده. ازبکي ژبه د نږدې ۳۴ میلیونو وګړو په ازبکستان کې، ۳ نه تر ۴ میلیون وګړو په افغانستان کې او نږدې ۵ میلیون وګړو په منځنۍ اسیا کې رسمي ژبه ده، چې له ترکي ژبې وروسته دویمه تر ټولو پراخه ژبه ګڼل کېږي.
ازبکی ژبه د ترکي ژبو د کورنۍ په ختیځ ترکي یا قرلق پورې تړاو لري. په دې ژبه کې بهرنۍ اغېزې لکه عربي، فارسي او روسي شته. د ترکي کورنۍ د نورو ژبو په پرتله د ازبکي ژبې یو تر ټولو لوی توپیر له (ɑ) څخه (ɔ) ته غونډ غږ لرونکی یا rounding of the vowel دی چې دا ځانګرتیا یې د پارسي ژبې تر اغېز لاندې راغلې ده. د نورو ترکي ژبو په پرتله په ستندرد ازبکي ژبه کې د غږلروونکو تورو توازن په بشپړه توګه له لاسه تللی، که څه هم دا ( یو څه په محدوده توګه) په لهجه کې او همدارنګه د هغې په خورلڼه قرلق ژبه یوغیور کې رعایت کېږي.