ازبکستان
From Wikipedia, the free encyclopedia
اوزبیکستان چې رسمي نوم يې د اوزبیکستان جمهوریت دی، په مرکزي اسيا کې په غبرګ ډول (ګاونډي هېوادونه يې هم په وچه کې ايسار دي) په وچه کې ايسار هېواد دی. دا هېواد له پنځو داسې هېوادونو سره پوله لري چې په وچه کې ايسار دي، هغه هېوادونه دا دي: قزاقستان يې شمال ته، قرغزستان يې شمال ختيځ ته، تاجیکستان يې سويل ختيځ ته، افغانستان يې سويل ته او ترکمنستان يې سويل لويديځ ته پراته دي. پلازمېنه او ستر ښار يې تاشکند دی. اوزبیکستان د ترکي ژبو د نړۍ غړی دی، د ترکي شورا غړيتوب هم لري. په اوزبیکستان
ازبکستان | |
---|---|
بیرغ | نښان |
Location of ازبکستان (red) in the region Central Asia (light yellow) | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 41°شمال 66°ختيځ / 41; 66 [1] |
پراخوالی | 448978 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | تاشكند |
رسمي ژبې | اوزبکي ژبه [2] |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۱۹۹۱ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 17 کلن |
بې کارۍ کچه | 11 سلنه (۲۰۱۴)[3] |
نور مالومات | |
پیسې | ازبکستاني سوم |
بېړنۍ ټليفون شمېره |
|
تګلوری | ښي لورۍ [4] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | UZ |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +998 |
کې غوڅ اکثريت خلک په اوزبیکي ژبه خبرې کوي، روسي ژبه د خلکو دويمه ژبه ده. اسلام په ا اوزبیکستان کې واکمن دی، اکثريت اوزبیکستانیان سني مسلمانان دي.[5][6][7]
په اوسني اوزبیکستان کې لومړي ثبت شوي انسانان ختيځ ايراني کوچيان دي چې د «ساکيانو» په نوم هم پېژندل کېږي، کومو چې په خوارزم کې (له زېږد مخکې اتمه او شپږمه پېړۍ)، باختري کې (له زېږد مخکې اتمه او شپږمه پېړۍ)، سغد (له زېږد مخکې اتمه او شپږمه پېړۍ)، فرغانه (له زېږد مخکې درېيمه پېړۍ، له زېږد وروسته شپږمه پېړۍ) او مارګيانا (له زېږد مخکې درېيمه پېړۍ، له زېږد وروسته شپږمه پېړۍ) کې پاچهۍ جوړې کړې دي. دا سيمه د ايراني هخامنشي سترواکۍ سره يو ځای کړای شوه او د مقدونيايانو له واکمنۍ يو پړاو وروسته په دې سيمه ايراني اشکاني سترواکۍ حکومت وکړ، له هغوی وروسته تر ساساني سترواکۍ لاندې وه، تر دې چې په اوومه پېړۍ کې لومړيو مسلمانانو فارس ونيو. د مسلمانانو له فتوحاتو او ورپسې د ساماني سترواکۍ په پايله کې، د سيمه یيزې واکمنې طبقې په ګډون ډېری خلکو اسلام ته غاړه کېښوده. په دې پړاو کې، د سمرقند، خيوې او بخارا په څېر ښارونه د ورېښمو لارې له امله شتمن شول، په همدې موده کې د محمد البخاري، الترمذي، الخوارزمي، البيروني، ابو سينا او عمر خيام په ګډون د اسلام د زرين پير مخکښې څېرې راڅرګندې شوې. د خوارزميانو سيمه یيزه واکمني او ټوله مرکزي اسيا په ديارلسمه پېړۍ کې د مغولو د بريد له امله له منځه ولاړه او له دې وروسته، دا سیمه د ترکانو تر واک لاندې راغله. د شهرسبز ښار د ترکي- مغولي فاتح تيمور (ګوډ تيمور) د زېږېدو ځای دی، چا چې په څوارلسمه پېړۍ کې تيموري سترواکي جوړه کړه او په خپله پلازمېنه سمرقند کې د توران د ستر امير په توګه معرفي شو، همدا ښار د الغ بيګ د واکمنۍ پر مهال د علومو مرکز وګرځېد او تيموري رنسانس له همدې ځايه پیل شو. په شپاړسمه پېړۍ کې د تيموری واکمنۍ سيمې د اوزبیک شيبانيانو له خوا ونيول شوې او د ځواک مرکز يې بخارا ته ولېږداوه. دا سيمه په درې ايالتونو ووېشل شوه: د خيوې خانات، د خوقند خانات اود بخارا امارت. د ختيځ پر لور د سترواک بابر فتحې د مغولو د سترواکۍ تر عنوان لاندې پر هند د نويو بريدونو بنسټ کېښود. د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې ټوله مرکزي اسيا، کرار کرار د روسي سترواکۍ برخه شوه او تاشکند د روسي ترکستان سياسي پلازمېنه شوه. په ۱۹۲۴ز کال کې، د شوروي اتحاد په دننه کې د ملي پولو په ټاکلو سره اوزبیکستان د يوه اوزبیک شوروي سويال جمهوريت په ډول خپلواک جمهوريت شو. د شوروي اتحاد تر منحل کېدو وروسته، د ۱۹۹۱ز کال د اګست په يو دېرشمه نېټه يې د اوزبیکستان جمهوريت په نوم خپلواکي اعلان کړه. [8]
اوزبیکستان يو سيکولر هېواد دی، دولتي نظام يې پر اساسي قانون ولاړ جمهوري رياستي دی. اوزبیکستان له دولسو ولايتونو، تاشکند ښار او د کاراکلپکستان په نوم د يوې خپلواکې سيمې نه جوړ دی. په داسې حال کې چې د بشري حوقوقو نادولتي سازمانونو اوزبیکستان د «مستبد محدودو بشري حقوقو» لرونکي هېواد په توګه معرفي کړی دی. د ديکتاتور اسلام کريموف له مړينې وروسته، د اوزبیکستان د دويم ولسمشر د ادارې له خوا د پام وړ سمونونه رامنځ ته شوي دي. د دې اصلاحاتو په پلي کولو سره، د قرغزستان، تاجیکستان او اوزبیکستان په څېر ګاونډيو هېوادونو سره په اړيکو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د ۲۰۲۰ز کال د ملګرو ملتونو د راپورله مخې: اوزبیکستان د ملګرو ملتونو د دايمي پرمختیایي موخو د تر لاسه کولو په برخه کې زيات پرمختګ شوی دی.[9][10][11][12][13][14][15]
د اوزبیکستان اقتصاد د بازار په تدريجي لېږد ولاړ او بهرنۍ سوداګريزه تګلاره يې د وارداتو پر ځای نيولو ده. د ۲۰۱۷ز کال د سپتمبر په مياشت کې، د دې هېواد دودپيسه په بشپړ ډول د بازار په نرخ د بدلېدو وړ وګرځېده. اوزبیکستان د پنبې ستر توليدونکی او صادرونکی دی. په داسې حال کې چې د شوروي له وخته د برېښنا د توليد ستر تاسيسات او زيات طبيعي ګاز وړاندې کوي، اوزبیکستان په مرکزي اسيا کې د برېښنا توليد تر ټولو ستر توليدونکی هېواد دی. له ۲۰۱۸ز کال نه تر ۲۰۲۱ز کال پورې، دې جمهوريت هم په معياري او په کمزوري او هم په فيچ کې د BB درجه خپله کړې ده. د بروکينګز ادارې له خوا د پياوړتيا په ښودل شويو نقطو کې اوزبیکستان تر ټولو زياتې مايعې شتمنۍ، لوړه اقتصادي وده او تر ټولو کم عام پور لري. په ورته وخت کې هغه ستونزې چې هېواد يې شاته پرېښی، د سړي سر ناخالص کورنی عايد دی. اوزبیکستان د خپلواکو ټولګټو هېوادونو، د اروپا امنيت او همکارۍ سازمان، ملګرو ملتونو او شانګهای سازمان غړی هېواد دی.[16][17][18]