![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/a/a0/Scaldis_en_Antverpia%252C_Abraham_Janssens_I%252C_%25281609%2529%252C_Koninklijk_Museum_voor_Schone_Kunsten_Antwerpen%252C_212.jpg/640px-Scaldis_en_Antverpia%252C_Abraham_Janssens_I%252C_%25281609%2529%252C_Koninklijk_Museum_voor_Schone_Kunsten_Antwerpen%252C_212.jpg&w=640&q=50)
انتورپ
From Wikipedia, the free encyclopedia
انتورپ ( په فرانسوی : Anvers ) د بلجیم په فلمیش سیمه کې یو ښار دی او دا د انتورپ د ولایت مرکز دی . انتورپ ښاروالۍ تقریباً 529000 تنه وګړي لرې ( ۲۰۲۰ ) او له همدې امله د نفوسو له مخی په بلجیم کی تر ټولو لوه ښاروالۍ ده او د مساحت له مخې د 20429 هکتاره ځمکې په لرلو د تورنای او کوواین څخه وروسته دريم لوې ښار ګنل کېږي.
دا ښار په پراخه کچه د اسخلده سیند په ښی غاړه کې موقعیت لری، کوم چې د ښاروالی او د ولايت تر منځ سرحد جوړه وي. او پراخه لوې سوداګریز بندر لري چې نړيوالې بار وړونکې ترانسپورتي کښتۍ له دغه ځايه څخه تیریږي او تخليه کېږي . دابندر د هالنډ هېواد د روتردام بندر څخه وروسته د اروپا دوهم لوی بندر ګڼل کېږي چې ډیر اقتصادی اهمیت لري. د انتورپ ښار د پتروکیمیاوې فعاليت له امله هم مشهور دی چې د انتورپ په بندر کي فعاليت لري او دا ښار د الماسو د تجارت لپاره یو نړیوال مرکز هم دی . د انتورپ اوسیدونکی کله ناکله د سینویرن په نامه یاد شوی چې دا یوه هسپانوی کلمه ده . دا ښار په خپله د ځینو خلکو له خوا چې دټي سټاد (t,Stad) او کله کله د کوکی ( د کلچو ) ښار په نامه یاد شوی دی ، د ۱۸۳۰ او ۱۹۶۰ کلونو تر منځ انتورپ د کلچو (د کوکی) ډیرې مشهورې فابریکې درلودې.
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/c/cc/Grote_Markt_%28Antwerpen%29.jpg/640px-Grote_Markt_%28Antwerpen%29.jpg)
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/a/a0/Scaldis_en_Antverpia%2C_Abraham_Janssens_I%2C_%281609%29%2C_Koninklijk_Museum_voor_Schone_Kunsten_Antwerpen%2C_212.jpg/640px-Scaldis_en_Antverpia%2C_Abraham_Janssens_I%2C_%281609%29%2C_Koninklijk_Museum_voor_Schone_Kunsten_Antwerpen%2C_212.jpg)
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/5/58/Steen.jpg/640px-Steen.jpg)
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/fa/Osias_Beert_the_Elder_-_Dishes_with_Oysters%2C_Fruit%2C_and_Wine_-_Google_Art_Project.jpg/640px-Osias_Beert_the_Elder_-_Dishes_with_Oysters%2C_Fruit%2C_and_Wine_-_Google_Art_Project.jpg)
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/9a/Wolf-Dietrich-Klebeband_St%C3%A4dtebilder_G_111_III.jpg/640px-Wolf-Dietrich-Klebeband_St%C3%A4dtebilder_G_111_III.jpg)
کينډۍ:1920 Summer Olympic venuesکينډۍ:Olympic venues cycling