![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/2/2f/Anna_Leonowens_%25281831-1915%2529.jpg/640px-Anna_Leonowens_%25281831-1915%2529.jpg&w=640&q=50)
انا لیونونز
برېتانوۍ ليکواله او ښوونکې / From Wikipedia, the free encyclopedia
انا هارییت لیونونز (د زوکړې پرمهال نوم: انا هارییت ایما اډوارډز؛ زوکړه: د ۱۸۳۱ زکال د نومبر ۵مه – مړینه: د ۱۹۱۵ زکال د جنوري ۱۹مه نېټه) انګلو – هندۍ یا په هند کې زیږېدلې بریتانوۍ سفرنامه لیکونکې، ښوونکې او ټولنیزه فعاله وه. [11][12]
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې ځای | |
ښخولو ځای | |
ژبې | |
دنده |
ښوونکی — autobiographer (en) ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() |
عمومي معلومات |
---|
مهمې پېښې |
|
---|
هغه د خپلو خاطراتو په لیکلو سره شهرت ته ورسېده چې پیل یې په سیامي دربار کې د انګلیسۍ واکمنې په کتاب (The English Governess at the Siamese Court؛ ۱۸۷۰ زکال) سره وکړ او په دغه اثر کې یې د سیامي پاچا مونګکوت د اولادونو د ښوونکې په توګه له سیام (نني تایلنډ) څخه خپلې خاطرې شرح کړې وې. د لیونونز خپل روایت د مارګاریت لندن په غوره پلورل شوي ناول، انا او د سیام پاچا (Anna and the King of Siam؛ ۱۹۴۴ زکال) کې انځور شوی، همدارنګه د هغې له کیسو څخه د راجرز او همرشټین په موزیکال اثر، پاچا او زه (The King and I) کې اقتباس شوی دی.
لیونونز د خپل ژوند په اوږدو کې په لویدیځه اسټرالیا، سنګاپور او پنانګ، متحده ایالاتو، کاناډا او جرمني کې هم ژوند کړی. دا د ژوندانه په وروستیو کې د هندو پوهنې ښوونکې او د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکې وه. د هغې د نورو لاسته راوړنو سربېره نوموړې د نواسکاشیا د هنرونو او طراحۍ د کالج یو له بنسټګرو څخه وه.