الېفتریوس ونیزېلوس
From Wikipedia, the free encyclopedia
الېفتریوس کېړیاکو (په یوناني ژبه Ελευθέριος Κυριάκου Βενιζέλος، په رومي: Elefthérios Kyriákou Venizélos، تلفظ یې [اېلېف تیتاري.اوس سېراکي وېني زیلوس/ elefˈθeri.os cirˈʝaku veniˈzelos]، د ۱۸۶۴ ز کال د اګست په ۲۳ [د تاریخ لیکلو په پخواني سیستم/ O.S. د اګست په ۱۱] زېږېدلی او د ۱۹۳۶ ز کال د مارچ په ۱۸ مړ شوی دی. یو نامتو یونانی سیاستوال چې د یونان د آزادي غوښتنې د ملي غورځنګ وتلی مشر و. هغه په یونان کې د لېبرال- دیموکراتیک سیاستونو او دود له امله د نورو پام ځانته اړولی. هغه د لېبرال ګوند د مشر په توګه ۸ ځلې د یونان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو چې له ۱۹۱۰ ز کال څخه تر ۱۹۲۰ ز کال او له ۱۹۲۸ ز کال څخه تر ۱۹۳۳ ز کال پورې يې خدمت وکړ. ونزېلوس د یونان پر کورنیو او بهرنیو چارو دومره ژوره اغېزه لرله چې د مډرن یونان جوړوونکی یې بولي او لا هم په پراخ ډول د اېتنارک (د یوې قومي ډلې والي چې پاچا نه وي) په نوم پېژندل کېږي. [1][2][3]
الېفتریوس ونیزېلوس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | يونان |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | يوناني ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | يوناني ژبه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
نړیوالې صحنې ته د هغه لومړی ځل د ننه کېدل د کريټ ایالت په کورواکۍ کې د هغه د پام وړ رول او وروسته له یونان سره د کريټ په اتحاد کې د هغه رول و. په ۱۹۰۹ ز کال کې د اتن د ټکني شوي سیاسي حالت لپاره وبلل شو او د دې هېواد لومړی وزیر شو. هغه نه یوازې د اساسي قانون او د یوناني ټولنې د مدرن کولو بنسټیزې اقتصادي سموونې پیل کړې، بلکې سمندري ځواکونه او پوځ يې د راتلونکو نښتو د تیاري په موخه تنظیم کړل. د بالکان اتحادیې ته د یونان له ننه کېدو سره یې د عثماني سترواکۍ پر ضد د بالکان هېوادونو په اتحاد کې مرسته وکړه. یونان د خپلې دیپلوماتيکې ځيرکتیا له لارې د مقدونیې، اپيروس او د اېجين ټاپووزمې د ډېرو برخو له آزادولو سره خپل مساحت او نفوس دوه برابره کړ.
په دویمه نړیواله جګړه کې (۱۹۱۴-۱۹۱۸ز کال) هغه یونان د متفقینو تر څنګ ودراوه او د یونان پولې يې لا وغځولې. په دې توګه د متفقینو په پلوۍ بهرني سیاست هغه د یونان له اول کنستانتین سره په مستقیم تضاد کې ښکېل کړ او د ملي درز د رامنځته کېدو لامل شو. نفوس یې د سلطنت غوښتونکو او قطبي ونزیلیستیانو تر منځ ووېشه او د دغو ډلو تر منځ د واک پر سر مبارزې د څو لسیزو لپاره د یونان پر سیاسي او ټولنیز ژوند اغېز پرېښود. د متفقینو تر بریا وروسته ونزېلوس نوې ارضي لاسته راوړنې په ځانګړي ډول په اناتولي کې تر لاسه کړې او د مګالي د نظریې تحقق ته نږدې شو. هغه د خپلو لاسته راوړنو سره سره د ۱۹۲۰ ز کال په عمومي ټاکنو کې ماته وخوړه چې د یونان او ترکیې په جګړه کې يې ( ۱۹۱۹ –۱۹۲۲ ز کال) د یونان له وروستۍ ماتې سره مرسته وکړه. ونزېلوس په خپل ځان تپل شوي تبعید کې د یونان او ترکیې تر منځ د نفوس د متقابل وېش پرېکړې او لوزان تړون د لاسلیکولو په مذاکراتو د یونان په استازیتوب ګډون وکړ. [4]
ونزېلوس د خپلې ولسمشرۍ په نورو دورو کې د یونان له ګاونډیانو سره خپلې عادي اړیکې ورغولې او د اقتصاد او اساسي قانون په برخه کې يې خپلو سموونواواصلاحاتو ته پراختیا ورکړه. په ۱۹۳۵ ز کال کې د یوې پوځي کودتا په ملاتړ له تقاعد څخه وروسته بیا راڅرګند شو. د کودتا ماتې د دویم هلني جمهوریت سخت کمزوری کړ.