الفریډ ډیکین
From Wikipedia, the free encyclopedia
الفرډ ډیکین (۱۸۵۶ز کال د اګسټ ۳مه – ۱۹۱۹ز کال د اکټوبر ۷مه) اسټرالیایي سیاستوال او وکیل و، چې د اسټرالیا د دویم لومړي وزیر په توګه یې دنده ترسره کوله. هغه د فدراسیون لپاره د خوځښت مشر و، چې په ۱۹۰۱ز کال کې رامنځته شو. ډیکین د لومړي وزیر په توګه په دریوو دورو کې (۱۹۰۳- ۱۹۰۴ز، ۱۹۰۵- ۱۹۰۸ز، ۱۹۰۹- ۱۹۱۰ز) د ملي بنسټونو په جوړولو کې مهمه ونډه لرله.
الفریډ ډیکین | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | |||||||
د مړینې لامل | الزایمر | ||||||
تابعیت | آسټراليا | ||||||
طبی کیفیت | الزایمر | ||||||
واک | |||||||
د استرالیا لومړی وزیر (2 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۴ سپټمبر ۱۹۰۳ – ۲۷ اپرېل ۱۹۰۴ | |||||||
| |||||||
د استرالیا لومړی وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۵ جولای ۱۹۰۵ – ۱۳ نومبر ۱۹۰۸ | |||||||
| |||||||
د استرالیا لومړی وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲ جون ۱۹۰۹ – ۲۹ اپرېل ۱۹۱۰ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | |||||||
لاسليک | |||||||
سمول |
ډیکین په میلبورن کې د منځنۍ طبقې په کورنۍ کې زېږېدلی و. هغه په ۱۸۷۹ز کال کې په ۲۳کلنۍ کې د ویکټوریا د مقننه مجلس غړیتوب لپاره وټاکل شو او پر دې سربېره یې د حقوقي وکیل او ژورنالیست په توګه هم کار کاوه. هغه له ۱۸۸۳ز کال نه را په دېخوا د پاشلي وزارت منصب درلود، چې دوه ځلې یې د ویکټوریا د لوی څارنوال په توګه دنده ترسره کړه او ځان یې د لیبرال او بنسټپالو اصلاح غوښتونکو سره یوځای کړی و. ډیکین په ۱۸۹۰ لسیزه کې د اسټرالیا د استعمار د فدراسیون لپاره د خوځښت پر یوې مخکښې څېرې بدل شو. هغه د فډرالي کنوانسیونونو استازی و او په هغو کمېټو کې یې کار کاوه، چې د فډرالي اساسي قانون مسوده یې جوړوله. هغه وروسته د ټاکنیز کمپاین لپاره یوه ټولپوښتنه ترسره کړه او د برتیانیې له حکومته یې د منلو غوښتنه وکړه.
ډیکین په ۱۹۰۱ز کال کې له فدراسیون وروسته، د خپل نږدې ملګري اډموند بارټن په مشرۍ په وزرات کې د لوی څارنوال په توګه وټاکل شو. هغه د ۱۹۰۳ز کال په سپټمبر کې د لومړي وزیر په توګه د بارټن ځایناستی شو. په ۱۹۰۳ز او ۱۹۰۶ز کلونو کې دوو وروستیو ټولټاکنو د دریوو ګوندونو ترمنځ برابر وېش رامنځته کړ. د ډیکین لیبرالي محافظه کارو د ازادو سوداګرو او د اسټرالیا د کارګر ګوند (ALP) ترمنځ منځنی اغېزمن ځای درلود. هغه د ۱۹۰۴ز کال په اپرېل کې تر لومړۍ بې اغېزې دورې وروسته خپله دنده پرېښوده، خو د ۱۹۰۵ز کال په جولای کې بېرته راستون شو او د ALP په ملاتړ یې یو فعال حکومت جوړ کړ، خو د ۱۹۰۸ز کال په اګسټ کې یې بیا استعفا ورکړه.
ډیکین په ۱۹۰۹ز کال کې چې د فیوژن په نامه پېژندل شوی و، په متنازع ډول یې خپل ملاتړي له ازادو سوداګرو سره اتحادیې ته راوبلل. د دوی یووالی د سوسیالیزم پر بنسټ و، چې په فډرالي سیاست کې د دوه ګوندي سیسټم پیلامه وه او هغه ته یې اجازه ورکړه چې د اسټرالیا لومړی اکثریت حکومت جوړ کړي. ډیکین د لومړي وزیر په توګه خپله وروستۍ دوره ډېره ګټوره وبلله، چې د ۱۹۰۹ز کال له جون نه یې تر د ۱۹۱۰ز کال تر اپرېل پورې دوام وکړ. په هر حال هغه ته د حیرانتیا خبره وه، چې ALP د ۱۹۱۰ز کال د ټاکنو په دواړو مجلسونو کې اکثریت وګاټه. ډیکین په ۱۹۱۳ز کال کې له سیاست نه تقاعد شو او د عصبي ناروغۍ په لومړیو مرحلو کې د ۶۳ کلونو په عمر ومړ.
ډیکین د اسټرالیا له بانفوذه وزیرانو نه و. هغه د اسټرالیا د مېشتېدنې اصلي جوړونکی و همدارنګه د محافظت پالنې، دولت پالنې او برتانیوي سترواکۍ ملاتړی هم و، چې په ۲۰مه پېړۍ کې یې د اسټرالیا د ټولنیز- اقتصادي چوکاټ بنسټ کېښود.