الاسکا
From Wikipedia, the free encyclopedia
الاسکا د شمالي امريکا په شمال لويديځه وروستۍ څنډه کې پروت د لوېديځو متحده ايالاتو يو ايالت دی. د متحده ايالاتو نيمه ګوښه سيمه ده چې ختيځ لور ته د برتانوي کولمبيا د کاناډايي ولايت او د يوکون سيمې سره پوله لري، دا سيمه همدا راز په لوېديځ کې د روسيې فدراسيون د «چوکوټاکا خپلواکې اوکرګ» سيمې سره سمندري پوله لري چې د «بيرنګ» تنګي سره مخامخ مقابل لورې ته ده. شمال لور ته يې د شمالي منجمد بحر «چکچي» او بيفورټ سمندرونه پراته دي، ارام بحر يې سويل او سول لويديځ ته موقعيت لري.[1]
الاسکا د مساحت له پلوه تر اوسه د متحده ايالاتو تر ټولو ستر ايالت دی چې د نورو درې سترو ايالتونو (ټيکساس، کلفورنيا او مونټانا) درېواړو له شريک مساحت څخه زيات مساحت لري. دا په نړۍ کې د اوم تر ټولو ستر فرعي وېش معنا لري. الاسکا درېیم د کم نفوس لرونکی او تر ټولو کم خپور نفوس لرونکی ايالت دی، خو تر اوسه د دې لويې وچې تر ټولو زيات نفوس لرونکې سيمه ده چې ډېره برخه يې د شپېتم متوازي خط په شمال کې موقعيت لري، په ۲۰۲۰ز کال کې يې د وګړو شمېر ۷۳۶۰۸۱ و – د شمالي کاناډا او ګرين لینډ له شريک نفوس څخه څلور ځلې زيات. د الاسکا نږدې نيمايي اوسېدونکي د «انکوريج» په ښاري سیمه کې ژوند کوي. د دې ايالت مرکز «جوناو» په متحده ايالاتو کې د مساحت له اړخه دويم ستر ښار دی چې له رهوډ ايلينډ او ډيلاوير ايالتونو څخه يې مساحت زيات دی. د الاسکا پخوانی مرکز «سيټکا» په متحده ايالاتو کې د ځمکې له اړخه تر ټولو ستر ښار دی.
هغه سيمه چې اوس د الاسکا په نوم پېژندل کېږي د زرګونو کلونو لپاره د مختلفو اصلي اوسېدونکو خلکو (ار اوسېدونکي) استوګنځای و؛ دا پراخه باور شته چې دې سيمې د «بيرينګ لینډ» پل له لارې شمالي امريکا ته د لومړيو استوګنو د ننوتلو د نقطې په توګه کار کړی. تر ټولو لومړی په اتلسمه پېړۍ کې روسي سترواکۍ دا سيمه په عملي ډول اشغال کړه او په دې ډول يې روسي امريکا جوړه کړه، کومه سيمه چې اوس د دې ايالت په ډېره برخه خپره ده. د دې لرې پرتې نيول شوې سيمې د ساتنې د لګښتونو او ورته د رسېدو په مخ کې پرتو ستونزو په ۱۸۶۷ز کال کې روسيه اړ کړه چې د اوه اعشاریه دوه ميلیونه امریکايي ډالرو (په ۲۰۲۱ز کال کې له ۱۴۰ ميليونه امريکايي ډالرو معادل)، يا شا اوخوا يو هکتار د دوه سينټو (هر کيلو متر مربع په څلور اعشاريه څلور اويا امريکايي ډالرو) په بدل کې په متحده ايالاتو وپلوري. د ۱۹۱۲ز کال د مۍ په يوولسمه نېټه د يوې منظمې سيمې له جوړېدو مخکې دا سيمه له ګڼو اداري بدلونونو څخه تېره شوه. د ۱۹۵۹ز کال د جنورۍ په درېيمه نېټه دا سيمه د متحده ايالاتو د ۴۹م ايالت په توګه ومنل شوه.[2]
په داسې حال کې چې الاسکا په هېواد کې تر ټولو کوچنی ايالتي اقتصاد لري، د سړي سر عايد يې يو له لوړو عايداتو څخه دی، لامل يې د کب نيولو، طبيعي ګاز او تيلو پياوړی متنوع اقتصاد دی، دا ټول په دې ايالت کې په زیاته اندازه موجود دي. د متحده ايالاتو د وسله وال پوځ مرکزونه او سياحت هم د اقتصاد يوه مهمه برخه ده؛ د دې ايالت له نيمايي څخه زياته برخه په فدرالي ملکيت کې دولتي ځمکه ده، په کومو کې چې یو شمېر ملي ځنګلونه، ملي پارکونه او د وحشي ژويو استوګنځايونه شامل دي.
د الاسکا د اصلي اوسېدونکو شمېر په متناسب ډول د متحده ايالاتو د بل هر ايالت په پرتله پنځلس سلنه زيات دی. په دې ايالت کې په نږدې دوه درجنه ژبو خبرې کېږي او د الاسکا آر اوسېدونکي په سيمه يیز او رياستي سياست کې د پام وړ اغېز لري.[3]