افسانه
From Wikipedia, the free encyclopedia
هغه مهال، چې انسان، بهرنۍ نړۍ ته د خپلو دروني خبرو د څرگندولو لپاره په سوچ كې شو او ويې غوښتل داستاني بڼه وركړي، څرنگه چې يې په دې برخه كې د داستان ليكنې لپاره اصول يا لار نه لرله، نو يوازې به يې د خپلو هيلو د څرگندولو لپاره له خپل تخيل څخه كار اخيست. نو د ناواقعي شخصيتونو او پېښو په بيانولو يې خوله خلاصه كړه. په دې توگه افسانه جوړونه په لومړنيو او ابتدايي بڼو پيل شوه او يوه پېچلې، كنايه ډوله او سمبوليكه لار يې ووهله. له خيال څخه زياته گټه اخيستنه ده، چې وينو زياتې افسانې له جهل، خرافاتو او بېځايه خبرو څخه ډكې دي. ښايي د افسانه جوړونې يو دليل به دا هم وي، چې له عجايبو او حيرانوونكو پېښو سره وېره او تمه ورنغاړي، بيا يې خلكو ته وړاندې كوي، چې يوه شېبه ورباندې بوخت وي. پر دې بنسټ، افسانو هغه پېښې هم رااخيستي، چې په ټوليز ډول يې يا اتلان رښتيني نه دي، يا يې هم ناواقعي كارونه ترسره كړي دي. په زياتو افسانو كې د وخت، ځاى، څيزونو او اتلانو اړيكي منطقي نه دي. خو موږ په افسانو كې گټورې او ارزښتمنې بېلگې هم لرو.
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
افسانې ته په پښتو ژبه "کړکيسه" وايي چې د جمع حالت يې "کړکيسې" دی. د افسانې ځينې تعريفونه پخپله په دې نوم کې پراته دى. لکه "افسانه" هغه کيسې ته وئيلی شو چې په لوستونکو يا اورېدونکو افسون يا جادو وکړي. يعنې په هغه کيسه کې دومره اثر وي چې لوستونکی ئې په سحر کې گير شي. دويم تعريف ئې داسې دی؛ چې افسانه د حقيقت نه اپوټه کيسې ته وئيل کېږي. هغه کيسې چې حقائق پکې بيان نه شي بلکې د ژوند حقيقتونو ته فرضى او افسانوى رنگ ورکړ شي. لنډه دا چې افسانه هغه فرضي کيسې ته وايي چې تعلق ئې د ژوند، يا د کوم قوم يا ولس د فرهڼ يا کلتور، ژوند ژواک او دود دستور سره وي خو د خوند پيدا کولو په غرض پکې واقعاتو ته دکيسې رنگ ورکړ شوی وي. د امريکې نوميالی نقاد او افسانه ليکونکی ايډگرايلن پو وايي چې « افسانه هغه اغېزناکه کيسه وي چې په يوه ناسته کې ختمه شي. او يوه ناسته د يو ې گېنټې نه تر دريوؤ گېنټو پور هم کيدی شي.»