![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/5/5f/Richard_Bedford_Bennett.jpg/640px-Richard_Bedford_Bennett.jpg&w=640&q=50)
ار. بي. بېنېت
From Wikipedia, the free encyclopedia
ريچارډ بېډفورډ بېنېت، لومړنی وېسکونټ (اشرافي لقب) بېنېت، د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، KC (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا ځانګړی او ډېر تګړه سلاکار چې معمولاً حقوق پوه وي)، د ۱۸۷۰ ز کال د جولای په درېیمه زېږېدلی او د ۱۹۴۷ ز کال د جون په ۲۶ مړ شوی، یو کاناډايي حقوق پوه، سوداګر او سیاستوال چې له ۱۹۳۰ ز کال څخه تر ۱۹۳۵ ز کال پورې يې د کاناډا د یوولسم لومړي وزیر په توګه خدمت کړی. هغه له ۱۹۲۷ ز کال څخه تر ۱۹۳۸ ز کال پورې د محافظه کار ګوند مشري وکړه.
ار. بي. بېنېت | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | ۳ جولای ۱۸۷۰[1][2][3][4][5][6][7][8] | ||||||
مړینه | 26 جون 1947 (77 کاله)[1][3][4][7][8] ![]() | ||||||
تابعیت | ![]() ![]() | ||||||
واک | |||||||
د کاناډا لومړی وزیر (11 ) ![]() | |||||||
د واکمنۍ دوران ۷ اگسټ ۱۹۳۰ – ۲۳ اکتوبر ۱۹۳۵ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | سياستوال ، قانونپوه ، ډیپلوماټ ![]() | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [9] ![]() | ||||||
لاسليک | |||||||
سمول ![]() |
بېنېت د برونزوېک په هوپوېل کې زېږېدلی او هوپ وېل کپ ته څېرمه لوی شوی. هغه په ډالهوسي پوهنتون کې حقوق ولوستل، په ۱۸۹۳ ز کال کې فارغ شو او په ۱۸۹۷ ز کال کې ز کالګري ته لاړ تر څو له جېمز لافېډ سره په ګډه یو حقوقي شرکت جوړ کړي. بېنېت له ۱۸۹۵ ز کال څخه تر ۱۹۰۵ ز کال پورې د شمال لویديځو قلمرونو په قانوني اسامبلۍ کې خدمت وکړ او وروسته یې د البېرتا په مقننه جرګه کې خدمت وکړ. هغه له ۱۹۰۵ ز کال څخه د البېرتا د محافظه کار ګوند د تحلیف مشر و او وروسته له دې چې په ۱۹۱۱ ز کال کې ولسي جرګې ته بریالی شو استعفا یې ورکړه. هغه د لنډمهال لپاره د ارټور مېګن په دولت کې د عدلیې د وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه همدارنګه په ۱۹۲۶ ز کال کې د مېګن د واکمنۍ په دویمه دوره کې د لنډې مودې لپاره د مالیې د وزیر په توګه هم خدمت وکړ. مېګن د ۱۹۲۶ ز کال په ټاکنو کې تر ماتې خوړلو وروسته د محافظه کارګوند له مشرتابه څخه استعفا ورکړه او بېنت په ۱۹۲۷ ز کال کې د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکل شو او په دې توګه د اپوزیسیون مشر شو.
بېنېت د ۱۹۳۰ ز کال تر ټاکنو وروسته لومړی وزیر شو، چې محافظه کارانو د لېبرال ګوند له وېلیام مېکنزي کېنګ څخه د اکثریت دولت ترلاسه کړ.
د بېنېت لومړي وزیرتوب په لومړۍ درجه کې له لوی رکود(کاروباري سوړبازارۍ) سره مشخص شو. هغه او ګوند یې له کړکېچ سره د لسه- فېیرس (یو اقتصادي سیستم چې په هغه کې د خلکو د ځانګړو ګروپونو تر منځ معاملات آزاد دي او له هر ډول اقتصادي مداخلې څخه پاک دي) د پالیسیو له لارې مبارزه وکړه. خو دا پالیسۍ تر یوې کچې بې اغېزې وې. هغه د امپريالیستي آزاد ترجیحاتي تجارت تړون په رامنځته کولو کې هم ناکام و. بېنېت د وخت په تېرېدو سره په مخ پر زیاتېدونکي ډول مداخلهګر شو او هڅه يې وکړه د نيو ډيل(نوې معاملې) (یوه ټولنیزه او اقتصادي برنامه) مشهوره برنامه چې د متحده ایالاتو د ولسمشر روزوېلټ له خوا وضع شوې وه تکرار کړي. دا د محافظه کارانو په صفوفو کې نږدې له پارولو سره د مخاخېدو لامل شوه او د عامه وګړو له خوا د ډېرې بې کفایتی د ثبوت په توګه وپېژندل شو. لاهم هغه د کاناډا د نشراتي شرکت (CBC) په چوکاټ او د کاناډا په بانک کې له ځان څخه تل پاتې میراثونه پرېښودل او ان د خپلو سیاسي مخالفانو له خوا په کاناډا کې د اقتصادي سوړ بازارۍ د بالقوه بدو اغېزو په کمولو کې د یوې وسیلې په توګه په پام کې ونیول شو.
بېنېت د ۱۹۳۵ ز کال په ټاکنو کې له غوڅې ماتې سره مخامخ شو او کېنګ بېرته واک ته راستون شو. بېنېت تر ۱۹۳۸ ز کال پورې تر هغه چې انګلستان ته تقاعد شو، د محافظه کار ګوند مشر پاتې شو. وېسکانټ بېنېت د کاناډا یوازینی لومړی وزیر دی چې د لوړ ربته اشرافي مقام ویاړ یې ترلاسه کړی. بېنېت د تاريخ پوهانو او عام ولس تر منځ له منځنۍ کچې څخه د ټيت وزیر په توګه پېژندل کېږي.