From Wikipedia, the free encyclopedia
ارکنساس یا ارکنزاس ( انګليسي ژبه: Arkansas ) د متحده ایالاتو په سویل ختیځ سیمه کي پروت یو ایالت دی. [7] ددې ایالت متنوع جغرافیوي موقعيت د اوزرک او اواچیټا غرونو له غرنیو سیمو څخه چي د متحده ایالاتو داخلي لوړي ځمکي پوښي، بیا په سوېل کي د ارکنساس ځنګلونو په نوم پیژندل سویو ژورو ځنګلونو پوري رسیږي.
په نوم د | |
---|---|
پلازمېنه | |
ترټولو لوړه څوکه | |
بلننوم |
مهمې پېښې |
---|
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه |
portal.arkansas.gov (انګليسي ژبه) |
---|---|
کورډينېشن |
ارکنساس په متحده ایالاتو کي د مساحت له اړخه نهه ویشتم او د نفوس له اړخه دېرشم لوی ایالت دی. ددې ایالت پلازمینه او لوی ښار لیټل راک دی چي د ایالت په مرکز کې موقعیت لري او د ترانسپورت ، سوداګرۍ ، کلتور او حکومت پلازمینه یې ګڼل کیږي، همدارنګه د ایالت په ختیځه برخه کي ترټولو لوی ښار جونزبورو او په سویل ختیځه برخه کي ترټولو لوی ښار پاین بلف ګڼل کیږي.
د ارکنساس سیمه د جون پر 15 نېټه په 1836 کي د 25م ایالت په توګه په اتحادیه کي شامله سوه په 1861 کي ارکنساس ایالت له متحده ایالاتو څخه ووتی او د کورنۍ جګړې په ترڅ کي د متحده ایالاتو کنفډریټ ایالتونو سره یوځای سو، خو په 1868 کي اتحادیې ته بیرته راستون سو. ارکنساس د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د خدماتو صنعتونو، الوتکو، چرګانو، فولادو، سیاحت، پنبې او وريجو د چوپړتیاو او زراعتو په برخه کي خپل اقتصادي پرمختګ بیرتن پیل کړ.
د ارکنساس کلتور په ټوله متحده ایالاتو کي په موزیمونو، تیاترونو، ناولونو، تلویزیونونو، رستورانتونو، او سپورت ځایونو کي لیدل کیدای سي. د ارکنساس ایالت مشهوره شخصیتونه چي په دې ایالت کي یې ژوند کړی دی عبارت دي له: سیاستوال او ښوونکي جیمز ویلیم فولبرایټ، پخوانی ولسمشر بل کلنټن (او د هغه میرمن، د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري روډم کلنټن او د متحدو ځواکونو لوی قوماندان جنرال ویسلي کلارک، د وال مارټ سی ای او سیم والټن، سندرغاړي جاني کیش او ګلین کیمبل، شاعر کارولین رائټ ، او فزیک پوه ویلیم مک میلن، چي د سوپر کنډکټر څیړني یې پیل کړې.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.