اباسين (سيند)
From Wikipedia, the free encyclopedia
د سیند سيند په اسيا کې څو پولو او په سويلي او مرکزي اسيا کې د هماليا له غرونو نه تېرېدونکی سيند دی. دا ۳۱۸۰ کيلو متره (۱۹۸۰ ميله) سيند له لويديځ تبت نه سرچينه اخلي، شمال لويديځ ته د کشمير د لداخ او ګلګت بلتستان سيمو نه تیریږي، د نانګا پربت له سترې برخې نه په تیزۍ سره کیڼ اړخ ته تاوېږي او د کراچۍ له بندري ښار سره عرب سمندر ته تر بهېدو مخکې، سويل ته په سويل لويديځ کې له پاکستان نه تېرېږي. [1][2][3]
د سيند د زېم اېستلو ټوله سيمه له ۱۱۶۵۰۰۰ کيلو متره (۴۵۰۰۰۰ ميل مربع) نه زياته ده. په کلني ډول يې بهېدنه ۲۴۳ کيلو متر مکعب (۴۸ميل مکعب) ده، په دې ډول دا سیند د کلنۍ منځني بهېدو له پلوه پنځوسم ستر سيند دی. په کیڼ اړخ لداخ کې يې مرستندويه سيند د زانسکار په نوم دی، په چپ اړخ هواره کې مرستندويه سیند يې د پنجناد په نوم دی، کوم چې خپله هم پنځه نور مرستندويان لري چې نومونه يې دا دي: ناب، جهلم، راوي، بيس او سوتلج سيندونه. د شيوک، ګيلګيت، کابل، کرام او ګومل سيندونه يې په ښي اړخ کې اصلي مرستندوی سيندونه دي. دا سيند له يوې غرنیزې چينې نه پيلېږي، په هماليا، قراقورم او هندوکش کې له کنګلونو او سیندونو نه تغذيه کېږي. د اکوسيستم معتدل ځنګلونه، دښتې او وچې سيمې اوبه کوي. [4]
د سیند درې شمالي برخه او د هغې مرستندويان، د سويلي اسيا پنجاب سیمه جوړوي، په داسې حال کې چې د دې سيند ښکتنۍ لاره د پاکستان د سیند ايالت په سويلي برخه کې سترې ډلټا ته پای مومي. دا سيند له تاریخي پلوه د سيمې د ډېرو کلتورونو لپاره مهم و. له زېږد مخکې درېيمې زريزې د سیند درې تمدن پرمختګ لیدلی دی، کوم چې د ژېړو د پير يو ستر ښاري تمدن و. له زېږد مخکې په دويمه زريزه کې، د پنجاب سيمه د رګويدا په سرودونو کې د «ساپتا سیندو» په نوم او د اوستا په ديني متنونو کې د «ساپتا هندو» (د دواړو اصطلاحاتو معنا ده «پنځه سيندونه») په نامه ياد شوي دي. په هغو لومړيو تاریخي پاچاهيو کې چې په سیند دره کې يې سر راپورته کړی، د ګندهارا او سويرا روز سلسله واکمنۍ شاملې دي. د سیند سيند، د لرغوني پړاو په لومړیو کې، هغه مهال د لويديځې نړۍ په پام کې راغی، کله چې له زېږد مخکې په ۵۱۵ کې د پارس دارايوش پاچا خپل یوناني تبعه کارياندا سکيلاکس، د دې سيند د موندلو لپاره واستاوه.