From Wikipedia, the free encyclopedia
آيسلېنډي گل سنگ (په لاتين: Cetraria islandica) یو درملي گل سنگ دي چې په آيسلېنډ، اروپا، امريکا او آسيا کې په ځنگلونو، غرونو او لاوایی اړخو کې شنه کېږي.[1]
آيسلېنډي گل سنگ د Parmeliaceae په کورنۍ او د Cetraria په جنس پورې اړه لري. ریسه یی ښوني (زيتوني) رنگ لري. اوږدوالي یی ۵ - ۱۰ سانتيمټره دي. نوموړي گل سنگ يو شمير طبيعي توکې لکه بغلمونه lichenin، isolichenin پېکټين، ويټامين A، طبيعي اسيدونه (Cetrarin) او يوډ (I) لري.[2]
نوموړي گلسنگ په ځانگړي ډول په اولسي طب کې د هضمو سترونزو د علاج لپاره کارېده. د گلسنگ طبيعي اسيدونه د معدې اوبه زياتوي او پر خوند باندي ښه آغېزه لري. نوموړي اسيدونه د باکټرياگانو پر ضد آغېزه هم لري او د خولې تشې التهاب ، د حلق التهاب او نری رنځ د علاج لپاره هم کارېدلای شی.[2]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.