![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/7/75/Azerbaijan_orthographic_projection.svg/langps-640px-Azerbaijan_orthographic_projection.svg.png&w=640&q=50)
اذربایجان
From Wikipedia, the free encyclopedia
د آذربایجان جمهوريت (آذربایجان هیواد) (آذربايجاني: Azərbaycan يا Azərbaycan Respublikası) په قفقاز غرو لړۍ کې يو هېواد دی چې د اروپا او سوېل لوېديځه اسيا په منځلاره کې پروت دی. دا هېواد کسپین سمندرګی سره ساحل لري.
اذربایجان | |
---|---|
![]() | |
کورډېناټونه: 40.3°شمال 47.7°ختيځ / 40.3; 47.7 ![]() | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۱۹۹۱ ![]() |
هېواد | ![]()
![]() |
پلازمېنه | باکو ![]() |
اداري وېش | |
پراخوالی | |
• پراخوالی | 86600 کیلومتره مربع ![]() |
نفوس شمېرنه | 10145212 (۲۰۲۱)[2] ![]() |
وروستي مالومات | |
وخت زون | نړيوال همغږی وخت +04:00 ![]() |
رسمي ژبه | ازربايجاني ژبه [3] ![]() |
جيو کوډ | 587116 ![]() |
موټر پلېټ | |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
دا هېواد په سوېل کې له روسيې سره، د جيورجيا سره په سوېل لويديځه لورې، د ارمنستان سره په لويديځه خوا او په سوېل کې د ايران سره خپلې پولې لري. د نخجوان خپلواکه جمهوريت چې د اذربايجان ادعا ورباندې ده، سوېل ختيځه کې د ارمنستان سره، په سوېل لويديځه کې د ايران سره او په سوېل لوېديځه کې د ترکيې سره گډې پولې لري. اذربايجان يو غېر مذهبي حکومت لري، او د 2001 زېږيز کال راپدې خوا د اروپايي قونسل غړيتوب لري. ددې هېواد ډېرکي وگړي شيعه مسلمانان دي او د غربي ترکي توکمه خلگ دي چې د اذربايجاني په نوم او يا هم په ساده ډول د اذري په نوم يادېږېي. دا هېواد په رسمي توگه مخ په ډيموکراسۍ روان دی، خو په کلکه توگه اقتدار پلوی قانون پلي کوي.