آتنا
From Wikipedia, the free encyclopedia
آتنا یا آتن، چې ډېری وخت د پالاس په نوم یادېږي، د لرغوني یونان یو خدای دی چې له حکمت، لاسي صنایعو او جګړې پورې تړاو لري چې وروسته بیا له رومي خدای مینروا سره ترکیب شو. آتنا په ټول یونان کې د بېلابېلو ښارونو د ملاتړي او ساتونکي په توګه، په ځانګړي ډول د آتن ښار چې په لوړ ګومان خپل نوم یې هم له هغه څخه اخیستی دی، په پام کې نیول کېږي. د آتن په آکروپولیس کې پارتېونو هغې ته وقف شوی. د هغې اصلي نښو کې بوم، د زیتون ونې، ماران او ګورګونیون شامل دي. په هنر کې، هغه په ټولیزه توګه له ساتونکې خولۍ او نیزه په لاس انځور شوې ده.[2][3]کينډۍ:Snf
زېږونځای | |
---|---|
استوګنځی | |
دنده |
عمومي معلومات |
---|
برخه د |
---|
آتنا د آجیان ماڼۍ خدای په توګه د هغې منشا څخه، له ښار سره نږدې اړیکه لرله. هغه د پولیاس او پولیوچوس (دواړه له پولیس څخه اخیستل شوي، چې د «ښاري دولت» په معنا دي) پېژندل کېږي او د هغې معبدونه په معمول توګه د کلکو آکروپولیسونو په سر د ښار په مرکزي برخو کې قرار درلود. پارتنون د آتن په آکروپولویس کې او ګڼ شمېر نور معبدونه او ودانۍ هغې ته وقف شوي دي. آتنا د لاسي صنایعو او اوبدنې ملاتړې په توګه د ارګېن په توګه نامتو وه. هغه همدارنګه یوه جنګیالۍ الهه وه او باور پر دې وو چې سرتېري یې د آتنا پروماچوس په توګه جګړې ته هدایت کول. د هغې اصلي جګړه په آتن پاناتنایا کې و چې د هکاتومبایون په میاشت ېک د اوړي په منځ کې یې جشن نیول کېده او د آتن په تاریخ کې ترټولو مهم جشن وو.
د یونان په افسانو کې باور پر دې وو چې آتنا د خپل پلار زئوس له تندي څخه زېږېدلې ده. د کیسې په ځینو نسخو کې، آتنا مور نلري او د زئوس له تندي څخه د پارتېنوجنیزس په طریقه زېږېدلې ده. په نورو مواردو؛ لکه د هزیوډ نظریه کې، زئوس خپله مېرمن متیس چې په آتنا باندې امېندواره وه، خوړلې ده. په دې نسخه کې، ویل کېږي چې آتنا لومړی د زئوس بدن په منځ کې زېږېدلې او وروسته بیا د تندي له لارې د هغه له بدن څخه تښتېدلې ده. د آتن تاسیس په افسانه کې، آتنا له ښار څخه د ملاتړ پر سر سیالۍ کې پر پوزیدون د لومړنۍ زیتون ونې په جوړولو سره نامتو شوه. هغه د آتنا پارتنوس «پېغلې آتنا» په نوم پېژندل کېده، خو په یوه آتیکه لرغونې افسانه کې، د هفائسټوس خدای هڅه وکړه ترڅو په هغې جنسي تېری وکړي خو بریالی نشو، او په پایله کې یې ګایا اریکتونیوس وزېږوه چې د آتن جوړوونکی مهم اتل وو. آتنا د اتلولیو هڅو ملاتړ الهه وه. باور پر دې وو چې هغې د پرسیوس، هېراکلس، بلروفون او جاسون اتلانو سره مرسته کړې ده. آتنا له آفروډیټ او هېرا سره یو له هغو درې خدایانو څخه وو چې د هغوی دښمني د تروجان جګړې پیل لامل شو.
هغه په ایلیاد کې فعاله رول لوبوي، چې په هغه کې آچایانو سره مرسته کوي او په اودیسې کې هغه د اودیسوس الهي مشاوره ده. د رومي شاعر اووید په وروستیو لیکنو کې، ویل کېږي چې آتنا د اوبدلو په صنعت کې له فاني آراچنې سره سیالۍ وکړه او وروسته یې آراچنه په لومړنۍ غڼې بدل کړ؛ اووید همدارنګه توضیح ورکوي چې هغې څنګه مدوزا وروسته له دې چې د هغې په معبد کې یې پر هغې باندې د پوزئیډون تېری ولید، په یوه ګورګون بدله کړه. د رنسانس راهیسې، آتنا په نړیواله کچه د حکمت، هنرونو او کلاسیک زدهکړو په سمبول بدله شوې ده. لوېدیځ هنرمندانو او انځورګرانو ډېری وخت له آتنا څخه د آزادي او ډیموکراسي سمبول په توګه کار اخیستی دی.