يونان
From Wikipedia, the free encyclopedia
یونان چې رسمي نوم يې هليني جمهوریت دی، په سويل ختيځه اروپا کې پروت هېواد دی. د ۲۰۲۱ز کال د شمېرو له مخې د وګړو شمېر يې لس اعشاريه اوه میلیونه دي؛ اتن يې ستر ښار او پلازمېنه ده، دويم ستر ښار يې تسلونيکي دی. یونان د بالکان په وروستۍ سويلي برخه کې موقعيت لري، د اروپا، اسيا او افريقا په څلور لارې کې پروت دی. په شمال لويديځ کې له البانيا سره، شمال ته د شمالي مقدونيا او بلغاريا سره او شمال ختيځ ته له ترکيې سره ځمکنۍ پولې لري. د دې هېواد د مرکزي سيمو ختيځ ته د اژه سيند، ايوني سيند يې په لويديځ کې، کريت سمندر او مديترانې بحيره يې سويل ته پراته دي. د مديترانې د ډنډ په غاړو يونان تر ټولو اوږده ساحلونه لري او په نړۍ کې د دې هېواد ساحلي سيمې په يوولسمه درجه اوږدې دي چې اوږوالی يې ۱۳،۶۴۶ کيلو متره (۸،۴۹۸ ميله) ته رسېږي، ډېر ټاپوګان لري چې په ۲۶۷ کې يې انسانان ژوند کوي. د يونان اتيا سلنه ځمکه غره نيزه ده، اولمپس غر يې تر ټولو لوړه څوکه لري چې ۲،۹۱۸ متره (۹،۵۷۳ فوټه) ته رسېږي. دا هېواد له نهو دوديزو جغرافيايي سيمو څخه جوړ دی چې هغه د ا دي: مقدونيه، مرکزي يونان، پلوپونز، تسالي، اپيروس، د اژه سيند ټاپوګان (دودکانيز او سيکلاد په دې کې شامل دي)، تراکيا، کرت او ايوني ټاپوګان.
يونان د لويديځ تمدن زانګو بلل کېږي، د ديموکراسۍ، لويديځې فلسفې، لويديځو ادبياتو، تاریخ لیکنې، سياسي علومو، د سترو علمي او رياضياتي قواعدو، تمثيل ا و اولمپيک لوبو د زېږد سيمه ده. له زېږد مخکې له اتمې پېړۍ راهيسې، يونانيان په ګڼو خپلواکو ښاري دولتونو کې منظم شوي و چې د «پوليس» په نوم پېژندل کېدل، کوم چې په مديترانه او تور سمندر کې خپاره وو. له زېږد مخکې په څلورمه پېړۍ کې د مقدونيې دويم فليپ د اوسني يونان ډېرې سيمې سره يو کړې، د هغه زوی ستر سکندر په چټکۍ سره له ختيځې مديترانې څخه تر هندوستانه د لرغونې نړۍ ډېرې برخې ونيولې. تر دې وروسته هلينستي پړاو د يوناني کلتور عروج او په لرغونې زمانه د اغېز شاهد و. له زېږد مخکې په دويمه پېړۍ کې يونان، روميان له خپل دولت سره الحاق کړل او په دې ډول د رومي سترواکۍ او د هغې د دوام بيزانس سترواکۍ نه بېلېدونکې برخه وګرځېد، کوم چې له کلتوري او ژبني اړخه تر ډېره بريده يوناني و. د يونان ارتودوکس کليسا چې له زېږد وروسته په لومړۍ پېړۍ کې جوړه شوه، مرسته وکړه چې د اوسنۍ يوناني پېژندګلوۍ بڼه جوړه کړې او يوناني دودونه يې پراخه ارتودوکس نړۍ ته ولېږدول. د پنځلسمې پېړۍ په نيمايي کې تر عثماني واکمنۍ لاندې له راتګ وروسته، د خپلواکۍ له يوې جګړې پس په ۱۸۳۰ز کال کې يونان د يو نوي ملي دولت په توګه راڅرګند شو. د دې هېواد شتمن تاريخي ميراث تر يو بريده د يونسکو د اتلسو نړيوالو ميراثونو په مټ ښودل شوی دی.
د يونان نظام يو اتحادي پارلماني جمهوريت دی، پرمختللی هېواد دی چې پرمختللې لوړ عايد اقتصاد او د لوړ معيار ژوند لري، په ورته وخت کې د بشري ودې شاخص برخه کې ډېره لوړه درجه ورکړل شوې. په بالکان کې د یونان اقتصاد تر ټولو ستر دی او په ورته وخت کې يو مهم سيمه ايز پانګونکی دی. د ملګرو ملتونو د جوړونکي غړي په توګه يونان لسم هغه هېواد و چې له اروپايي ټولنو (کوم چې له اروپايي اتحاديې مخکې و) سره يو ځای شو، همدا راز له ۲۰۰۱ز کال راهيسې د يوروزون برخه دی. دا هېواد همدا راز د ګڼو نړيوالو ادارو غړيتوب لري، اروپايي شورا، شمالي اتلانتيک تړون سازمان (NATO)، د اقتصادي همکارۍ او پرمخګ سازمان (OECD)، سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO)، په اروپا کې د امنيت او همکارۍ سازمان (OSCE) او (OIF) پکې شامل دي. د يونان بې بېلګې کلتوري ميراث، د ګرځندوی ستر صنعت، د بېړيو پياوړې برخه او جيوستراتيژيک اهميت دا هېواد د يو منځني ځواک په توګه ډلبندي کړی دی.