گاگره
From Wikipedia, the free encyclopedia
گاگره د ودانولو مساله ده چې د ودانيو تر څنگ د گڼ شمېر تعميراتي کارونو کې کارېږي. په انگرېزي ژبه ورته (Concrete) وايي.
گاگره د رغنیزو چارو د تر ټولو مهمو عناصرو څخه یو دی چې د ودانیو او ښار جوړونې په برخه کې ېې د پام وړ بدلون راوستلی دی. گاگره یا کانکریټ په ټوله کې د شگو، سمنټ، او اوبو څخه جوړه شویده. د گاگرې ځانگړتیاوې د هغې د جوړونکو موادو ترمنځ د تناسب له مخې د پام وړ بدلون مومي چې پدې سره کولی شو د گاگرې بیلابیل ډولونه تولید او وکاروو.
شگې زیاتره وخت د ماشین پوسیله د لویو ډبرو څخه لاسته راوړي لکه مرمر ډبرې او یا هم گرانیټ. د شگو بل ډول ېې ریگ دی. ریگ هم د ودانیزو چارو د چاپیریال او یا هم جیولوژیکې موقعیت له مخې د یا خو د سیندونو، د دښتو او خوړونو څخه ترلاسه او یا هم د غټو شگو په څیر د لویو ډبرو د میده کولو او غلبیل کولو څخه ترلاسه کوي.
سمنټ چې د گاگرې په جوړښت کې د سریښناک په توگه دنده لري، د ځانگړو ډبرو د ایرې کولو څخه د سمنټو د تولید په بټیو کې ترلاسه کیږي.
وروسته اوبه ورزیاتوي چې د شگو، ریگ او سمنټو یو لوند مخلوط ترې جوړ شي. د اوبو دنده داده چې په مخلوط کې د شته سمنټو د کیمیاوي فعالیت د پیل او دوام لپاره چې هایدریشن ورته وايي کمک کوي. د اوبو په مرسته له یاد مخلوط یعنې گاگرې څخه بیلابیل شکلونه لکه د ودانۍ ستنې، بیم، دیوال او نور د قالبونو په مرسته چې لمړی په لانده ډول اچول کیږي او بیا ورسته کلکیږي ترلاسه کیدی شي. د گاگرې د کلکیدو دغه پروسه لکه مخکې چې یادونه وشوه د شگو، ریگ، سمنټ او اوبو ترمنځ د کیمیاوي تعاملاتو څخه عبارت ده.
گاگره د فشار پر وړاندې ځواکمن خو د کش کولو پروړاندې کمزوري دي؛ لدې امله په ورځنیو رغنیزو چارو کې د گاگرې په منځ کې د پولادو سیخ چې د کش کولو قوه وزغمي هم کارول کیږي.
گاگره په زیاتره مهندسي ودانیو، انجینري ودانیو، تهدابونو، خښتو، دیوالونو، پلونو، سرکونو او لارو، هوايي ډگرونو، اوبو بندونو، حوضونو، د اوبو رسولو پایپ لاین او نورو برخو کې کارول کیږي. د نړۍ تر ټولو مشهوره گاگریزه ودانۍ په عربي متحده اماراتو کې د خلیفه برج دی.
د چاپیریال ساتنې له نظره گاگره د ډیرو ښیگڼو په درلودو او لږو بدیو سره یو ښه عنصر بللی شو.