پنځلسم پاپ بېنډېکت
From Wikipedia, the free encyclopedia
پنځلسم پاپ بېنډېکت (په لاتیني ژبه: Benedictus XV؛ په ايټالوي ژبه: Benedetto XV)، په جېکمو پاولو جيواني بټېسټا ډېلا کيېزا (په ايټالوي ژبه: [ˈdʒa:komo ˈpa:olo dʒoˈvanni batˈtista della ˈkjɛ:za]؛) کې د ۱۸۵۴ کال د نوامبر په ۲۱مه زېږېدلی؛ او د ۱۹۲۲ کال د جنوري په ۲۲مه مړ شوی، له ۱۹۱۴ کال څخه د خپلې مړينې تر نېټې (۱۹۲۲ کال) د کاتوليک کلیسا مشر و. د هغه واکمني تر ډېره د لومړۍ نړيوالې جګړې او په اروپا کې يې د سیاسي، ټولنیزو او انساني بدو پایلو تر اغېز لاندې راغله.
پنځلسم پاپ بېنډېکت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | د اېټاليا سلطنت (۱۷ مارچ ۱۸۶۱–۲۲ جنوري ۱۹۲۲) |
مذهب | |
واک | |
عملي ژوند | |
کاروونکي ژبه(ي) | اېټاليايي ژبه [1] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
د ۱۸۴۶ او ۱۹۰۳ کلونو تر منځ کاتولیک کلیسا د تاريخ تر هغه مهال پورې خپل دوه اوږدمهاله پاپان تجربه کړي وو. نهم پيوس او ديارلسم لئو له یو بل سره په ګډه ۵۷ کاله واکمني وکړه. په ۱۹۱۴ کال کې د کاردينالیانو کالج ډېلاکېزا په نسبتاً ځوان عمر کې د ۵۹ کالونو په عمر د لومړۍ نړيوالې جګړې په بهیر کې وټاکه چې هغه دا د «متمدنې اروپا ځانوژنه» ونوموله. جګړه او بدې پايلې يې د پنځلسم بېندېکت اصلي محور و. او له ځنډ پرته يې د هولي سي (په روم کې د پاپ یوه قضايي حوزه چې پر کاتولیک کلیسا له کلیسايي صلاحیت څخه برخمنه ده د روم ماڼۍ په نوم هم یاديږي، ژباړن) بېطرفي اعلان کړه او له دې موقف څخه په ګټې اخیستنې يې په ۱۹۱۶ او ۱۹۱۷ کلونو کې د سولې د منځګړيتوب هڅه وکړه. دواړو لورو د هغه نوښت رد کړ. جرمني پروتېستانو هر ډول «پاپي سوله» له سپکاوي سره رد کړه. فرانسوي سیاستوال ژرژ کلمانسو د واتیکان طرحه د فرانسې ضد بلله. ۱۵م بندېکت چې له ديپلوماتيکو نوښتونو سره ماته خوړلې وه، د جکړې د اغېزو د کمولو لپاره يې د جنګي اسیرانو په حضور، د ټپي سرتېرو د تبادلې او په اروپا کې بېوزله وګړو ته د خوړو د ورکړې په څېر پر بشردوستانه هڅو تمرکز وکړ. تر جګړې وروسته یې فرانسې سره خپلې ستونزمنې اړیکې ورغولې او په ۱۹۲۱ کال کې يې له واتیکان سره خپلې اړيکې بیاځلي جوړې کړې. د هغه د پاپي واکمنۍ په بهیر کې له ايټالیا سره هم اړيکې ورغول شوې ځکه ۱۵م بېنډېکت د ډون لوئيچي سټورزو په مشرۍ کاتولیکو سیاستوالو ته د ايټاليا په ملي سیاست کې د ګډون اجازه ورکړه. [2]
۱۵م بېنډېکت په ۱۹۱۷ کال کې د کانون قانون وضع کړ، چې د مې مياشتې په ۲۷مه خپور شو او له یوجینو پاچلي (راتلونکی پاپ دوولسم پيوس) او پېټرو ګاسپاري سره یې د یوولسم پاپ په پاپي دوره کې د یاد قانون د رامنځته کولو په اړه چمتوالی ونيوه. د کانون نوي قانون په ټوله کلیسا کې د مذهبي ژوند او فعالیتونو د پاروونکي په توګه په پام کې نیول کېږي. هغه ګاسپاري د خپل کاردينال د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه او پهخپله نونسیو پاچلي يې د ۱۹۱۷ کال د مې مياشتې په ۱۳مه د ستر پاپ په توګه سپېڅلی او پاک وښود. لومړۍ نړيوالې جګړې په ټوله نړۍ کې کاتولیک پلاوي له زیان سره مخ کړل. ۱۵م بېنډېکت دا فعالیتونه ورغول او په مکزیمم اېلېډ (په ډېر ښه ډول) يې د ټولې نړۍ له کاتولیکانو څخه د ګډون غوښتنه وکړه. له همدې امله نوموړی د « ماموریت د پاپ» په نوم یاديږي. د هغه وروستۍ اندېښنه په شوروي روسیه کې او هلته تر انقلاب وروسته له قحطۍ څخه د کاتولیک کلیسا ازارونه/ځورول وو. ۱۵م بېنډېکت د سپڅلې مریم مخلص و او د مریم جشن یې د ټولو برکتونو د واسطې په توګه مجاز وباله. [3][4]
پاپ بېنډېکت تر اووه کاله پاپي مشرۍ وروسته د ۱۹۲۲ کال د جنوري په ۲۲مه ومړ، چې د همدې مياشتې له پيل راهیسې له سینهبغل ناروغۍ څخه کړېده. هغه د سېنټ پيټر په بسلیکا کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو. د خپلو ديپلوماتيکو مهارتونو او مدرنې ټولنې ته د هغه د پرانيستنې له امله «هغه خپل ځان او پاپي واکمنۍ ته درناوی ورپه برخه کړ.» [5]