هلموت کوهل
From Wikipedia, the free encyclopedia
هلموت یوزف میشائل کوهل (۳ اپرېل ۱۹۳۰- ۱۶ جون ۲۰۱۷ زکال) جرمنی سیاستوال و چې له ۱۹۸۲ زکال څخه یې تر۱۹۹۸ زکال پورې د جرمني د لومړي وزیر او له ۱۹۷۳ څخه یې تر ۱۹۹۸ زکال پورې د عیسوي دیموکراتیک اتحاد (CDU) د مشر په توګه خدمت وکړ. د جرمني د لومړي وزیر په توګه د هغه د واکمنۍ ۱۶ کلنه دوره د اتو فون بیسمارک له واکمنۍ وروسته تر ټولو اوږده دوره وه چې د سړې جګړې پر پای، د جرمني په بیاځلي یوځای کېدو او د اروپایي اتحادیې په رامنځته کېدو یې څارنه کوله.
هلموت کوهل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د وايمار جمهوريت (–۳۰ جنوري ۱۹۳۳)
نازي جرمني (۳۰ جنوري ۱۹۳۳–۸ مې ۱۹۴۵) لوېديځ جرمني (۸ مې ۱۹۴۵–۳ اکتوبر ۱۹۹۰) جرمني (۳ اکتوبر ۱۹۹۰–) |
قد | 195 سانتي متره |
وزن | 150 کيلوګرامه |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | جرمني ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
کوهل په ۱۹۳۰ زکال کې د Ludwigshafen سیمې په یوه کاتولیکه کورنۍ کې وزېږېد، په ۱۹۴۶ زکال کې د شپاړسو کلونو په عمر له CDU سره یوځای شو. هغه په ۱۹۵۸ زکال کې له هایډلبرګ پوهنتون څخه د تاریخ په برخه کې دکتورا واخیسته او د یو بشپړ مهالي سیاستوال په توګه له کار پیل کولو وړاندې یې د سوداګریز مدیر په توګه کار وکړ. په ۱۹۵۹ زکال کې د راینلنډ – فالنس ایالتي پارلمان د تر ټولو ځوان غړي په توګه وټاکل شو او له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۷۶ زکال پورې یې د راینلنډ – فالنس ایالت د رئیس الوزار په توګه دنده ترسره کړه. نوموړی چې د ۱۹۶۰ مې لسیزې او د ۱۹۷۰ مې لسیزې د لومړیو پر مهال په CDU کې د یو مترقي کس په توګه پېژندل کېده، په ۱۹۷۳ زکال کې د ګوند د ملي رهبر په توګه وټاکل شو. وروسته له هغه چې نوموړي د ګوند مشري ترلاسه کړه، په مخ پر زیاتېدوني ډول یې محافظه کاره څېره خپله کړه. د ۱۹۷۶ زکال او ۱۹۸۰ زکال په فدرال ټاکنو کې د هغه ګوند ښه وځلېد، خو د سوسیال دیموکرات هلموت شمیت سوسیال لیبرال دولت په واک کې پاتې شو. وروسته له هغه چې په ۱۹۸۲ زکال کې شمیت د لیبرال FDP ګوند ملاتړ له لاسه ورکړ، کوهل د نه باور د برخلیک ټاکونکې رایې پر بنسټ لومړی وزیر وټاکل شو او له FDP سره یې ائتلافي حکومت رامنځته کړ. کوهل په ۱۹۸۵ زکال او ۱۹۲۲ زکال کې د جي اووه هېوادونو د ناستې مشري پر غاړه لرله.
د لومړي وزیر په توګه، کوهل د اروپا یو موټي توب په ځانګړې توګه د فرانسې- جرمني اړیکو ته ژمن و، هغه همدارنګه د متحده ایالاتو ثابت قدمه ملاتړی و او د شوروي اتحاد د کمزوري کولو لپاره یې د رونالډ ریګان د تهاجمي سیاستونو ملاتړ کاوه. د ۱۹۸۹ زکال له انقلابونو وروسته د هغه ادارې قاطعانه عمل وکړ او په ۱۹۹۰ زکال کې د جرمني په بیاځلي اتحاد یې هغو ته د پای ټکی کېښود. کوهل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا میتران د ماستریخت هوکړې له بنسټګرانو څخه و چې له امله یې اروپايي ټولنه او یورو پولي واحد رامنځته شول. کوهل همدارنګه د اروپا د ختیځ په پراختیا کې مرکزي رول درلود او د هغه دولت د کرواسي، سلوانیا او بوسنیا هرزګوینا د خپلواکۍ له اعلانولو وروسته د نړیوالو له خوا د هغو د په رسمیت پېژندلو په موخه د هڅو مشري وکړه. هغه د بوسنیا د جګړې په ختمولو کې مهم رول ولوباوه. د هغه داخلي سیاستونه له ۱۹۹۰ زکال وروسته له یو موټي جرمني سره د پخواني ختیځ جرمني په ادغام تمرکز درلود او د خپل فدرال حکومت «لنډ مهالې» پلازمېنه یې له بن څخه برلېن ته ولېږدوله، په داسې حال کې چې هېڅکله یې هلته ژوند ونه کړ، ځکه دولتي ادارې تر ۱۹۹۹ زکال پورې هلته ولېږدول شوې. کوهل همدارنګه د هنر او کلتور په برخه کې فدرال بودیجه زیاته کړه. کوهل د لومړي وزارت له چوکۍ وروسته په ۱۹۹۸ زکال کې د CDU د افتخاري مشر په توګه وټاکل شو، خو په ۲۰۰۰ زکال کې یې له دغه ځایګي څخه وروسته له هغه استعفا ورکړه چې د واکمنۍ په دوره کې یې له CDU سره په پټه مالي مرستې افشا شوې او د هغه شهرت ته یې په هېواد کې دننه زیان واړاوه.[1]
کوهل په ۱۹۸۸ زکال کې شارلماني جایزه ترلاسه کړه او په ۱۹۹۸ زکال کې د اروپايي شورا له خوا ورته د اروپا د افتخاري وګړي نوم ورکړل شو. د هغه له مړینې وروسته په ستراسبورګ کې هغه په لومړي او یوازني اروپايي دولتي اقدام ویاړمن شو. کوهل د متحده ایالاتو د ولسمشرانو جورج اچ ډبلیو بوش او بېل کلېنټون له خوا «د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د تر ټولو لوی اروپایي رهبر» په توګه توصیف شو.[2][3][4]