لویه کاترین
From Wikipedia, the free encyclopedia
دوهمه کاترین (چې د زیږون نوم یې د انهالټ-زربست سوفي دی؛ د ۱۷۲۹ کال د می له ۲ – د ۱۷۹۶ کال د نومبر تر ۱۷) او په عام ډول د لویې کاترین په نوم پېژندل کېږي، له ۱۷۶۲ کال څخه تر ۱۷۹۶ کال پورې د روسیې سترواکه وه. نوموړې د دې هېواد وروستۍ سترواکه او تر ټولو اوږده واکمنه ښځینه مشره وه. هغه د خپل مېړه او د تره د دوهم زوی، دریم پیټر له را پرځېدو وروسته واک ته ورسېده. د نوموړې د اوږدې واکمنۍ ترځ کې، چې د روښانتیا له نظریاتو څخه یې الهام اخیستی و، روسیې د دود او پوهې بیا رغونه تجربه کړه، د زیاتره نوو ښارونو، پوهنتونونو او تیاترونو بنسټ کېښودل شو، لوی شمېر اروپایی کډوال روسیې ته وخوځېدل او روسیه د اروپا د سترو ځواکونو په توګه وپېژندل شوه.
لویه کاترین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | شچېچېن |
مړینه | سینټ پیټرزبورګ [1][2][3] |
استوګنځای | شچېچېن |
تابعیت | روسي سترواکي (۱۷۴۵–)[4] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | جرمني ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | روسي [6]، جرمني ژبه ، فرانسوي ژبه |
پوځي خدمت | |
وفاداري | روسي سترواکي |
مقام | ډګروال |
لاسليک | |
سمول |
کاترین واک ته د رسېدو او د خپلې د سترواکۍ په اوږدو کې، زیاتره د خپلې خوښې په اشرافو، په ځانګړې توګه په ګریګوري اورلوف او ګریګوري پوټیمکین تکیه کوله. هغه چې د ډېرو برلاسو جنرالانو لکه الکساندر سووروف او پیوتر رومیانسیف، او امیرالبحرانو لکه سمویل ګرېګ او فیودور له لوري ملاتړ کېده، په داسې وخت کې یې حکومت وکړ چې د روسیې سترواکي د فتوحاتو او ډیپلوماسۍ له لارې په چټکۍ پراخېده. په سویل کې، د کریمیا خانان د ۱۷۶۸ – ۱۷۷۴ کلونو د روس-ترک جګړې په اوږدو کې د بار په اتحاد او په عثماني سترواکۍ له بریالیتوبونو وروسته له ماتې سره مخ شول. روسیې د انګلستان په ملاتړ د تور او ازوف سمندرګیو د څنډو په اوږدو کې د نووروسیا سیمې استعمار کړې. په لوېدیځ کې، د پولنډ - لیتوانیا مشترک المنافع هېوادونه، چې د کاترین د پخواني عاشق پاچا ستانیسلاوس اګستوس پونیاټوسکي تر واک لاندې وو، په پایله کې تجزیه شول او د روسیې سترواکۍ ترټولو لویه برخه ترلاسه کړه. په ختیځ کې، روسان لومړی اروپایان وو چې الاسکا یې مستعمره کړه او د روسي امریکا بنسټ یې کېښود.
کاترین د روسیې د ګوبرنیا (ولایتونو) په اداره کې اصلاحات راوستل او زیاتره نوي ښارونه او ښارګوټي، په ځانګړې توګه اوډیسا، ډنیپرو، خرسن، مایکولیوف او سیواستوپول، د نوموړې په امر جوړ شول. کاترین چې د لوی پیټر مینه واله وه، د لوېدیځې اروپا په پولو کې یې د روسیې عصري کولو ته دوام ورکړ. خو پوځي جلب او جذب او اقتصاد په غلامۍ ولاړ و او د دولت او د شخصي ځمکو د خاوندانو پراخې تقاضا د بېوزلو غلامانو استثمار ته وده ورکړه. دا د بلواګرو، لکه د کاساک د پوګاچوف د لویې بلوا، کوچیانو، وولګا وګړو او بزګرانو، تر شا له اصلي لاملونو څخه و.
د لویې کاترین د واکمنۍ دوره د کاتریني دور په نوم هم یادېږي. د اشرافیت د آزادۍ په اړه منشور، چې د دریم پیټر د لنډې واکمنۍ په اوږدو کې خپور شو او د کاترین له لوري تایید شو، اشراف یې له اجباري نظامي یا دولتي خدمت څخه خوندي کړل. د اشرافو له لوري د ماڼیو ودانولو چې د سترواکۍ له خوا په کلاسیکه بڼه کې تایید شوي وو، د هېواد مخ بدل کړ. نوموړې زیاتره د روښان انده ټولواکې په بڼه لیدل کېږي.نوموړې د هنرونو د ملاتړې په توګه، د روسیې د روښانتیا په دوران کې، د نوبل میډینز د سمولني انسټیټیوټ د تاسیس په ګډون چې د دولت په ملاتړ په اروپا کې د ښځو لپاره د لوړو زده کړو لومړنۍ بنسټ و، واکمني وکړه.[7]