سپينه ماڼۍ
From Wikipedia, the free encyclopedia
سپينه ماڼۍ د متحده ايالاتو د ولسمشر رسمي مېنه او د کار دفتر دی. دا په واشنګټن ډي سي کې په د شمال لویدیځې پنسلوانیا په ۱۶۰۰ جاده کې موقعيت لري او له ۱۸۸۰ز کال د ولسمشر جان اډمز له وخته د هر امريکايي ولسمشر استوګنځای دی. د «سپينې ماڼۍ» اصطلاح د کنايې په ډول د ولسمشر او د هغه د سلاکارانو لپاره هم کارول کېږي.
د دې ماڼۍ نقشه د ايرلنډي مهندس جيمز هوبن له خوا په نوي کلاسيک ډول جوړه شوې وه. هوبن په ډوبلين کې د لنسټر هاوس په بڼه د دې ودانۍ نمونه جوړه کړه، لنسټر هاوس هغه ودانۍ ده چېرته چې اوس د ايرلينډ مقننه قوه «Oireachtas» مېشته ده. د سپين رنګه (Aquia Creek) شګلنو ډبرو په کارولو سره يې د ابادولو چارې د ۱۷۹۲ او ۱۸۰۰ز کلونو تر منځ تر سره شوې. کله چې په ۱۸۰۱ز کال کې ټوماس جفرسن دې کور ته ولېږدېد، هغه (د مهندس بنجامين هينري لاتروب په مرسته) په هره څنډه کې د ټيټو ستنو قطارونه ورزیات کړل، تر څو د اسونو غوجل او زېرمه ځايونه پټ کړي. د ۱۸۱۲ز کال د جګړې پر مهال په ۱۸۱۴ز کال کې، د واشنګټن په سوځولو سره برتانيايي پوځ دا ودانۍ هم وسوځوله، ډېره داخلي برخه يې ويجاړه او ډېره بهرنۍ برخه يې وسوځوله. سملاسي يې بېا رغونه پيل شوه او ولسمشر جيمز مونري د ۱۸۱۷ز کال په اکتوبر کې د ودانۍ اجرائيوي نيمه جوړ شوي مېشت ځای ته ولېږدېد. بهرنۍ بيا رغونې ته يې دوام ورکړل شو، په ۱۸۲۴ز کال کې يې سويلي لور ته نيمه دايروي دالان او په ۱۸۲۹ز کال کې يې شمالي دالان ور زيات شو.[1]کينډۍ:R/superscript[2]کينډۍ:R/superscript
له دې کبله چې په اجرائيوي برخه کې يې بيروبار زيات و، ولسمشر تيودور روزويلټ په ۱۹۰۱ز کال کې ټول کاري دفترونه نوې جوړې شوې لويديځې څنډې ته ولېږدول. اته کاله وروسته په ۱۹۰۹ز کال کې، ولسمشر وليام هوارډ ټافټ د ودانۍ لويديځه څنډه پراخه کړه او لومړنی بيضوي ډول دفتر يې جوړ کړ، خو کله چې دا برخه پراخه شوه نو دا دفتر یې هم ایسته کړ. په مرکزي ودانۍ کې، په ۱۹۲۷ز کال کې د درېيم پوړ له بامبوټۍ سره د مايله بام لرونکې کوچنۍ خونې يو ځای شوې او دا ځای د اوسېدو په په ځای بدل شو. د ودانۍ نوې جوړه شوې ختيځه برخه د ټولنيزو مراسمو پر مهال د هرکلي لپاره کارېده، د جفرسن له خوا جوړو شويو ستنو نوې برخې سره نښلولې. په ۱۹۴۶ز کال کې د نوې برخې بدلونونه بشپړ شول او د دفترونو لپاره يې نور ځای پیدا کړ. د دې استوګنځي بهرني ديوالونه چې تر درانده بار لاندې وو او داخلي لرګين بیمونه په ۱۹۴۸ز کال کې ماتېدو ته نژدې و. د «هري اس. ترومان» په حکومت کې، داخلي خونې په بشپړ ډول ونړول شوې او د ديوالونو په منځ کې د بار پورته کولو وړ يو نوی داخلي د پولادو چوکاټ جوړ شو. په بهرنۍ برخه کې، د ټرومن برنډه په کې زياته شوه. کله چې د جوړولو چارې بشپړې شوې، داخلي خونې هم بېرته ابادې شوې.
د اوسنۍ سپينې ماڼۍ په ټولګه کې اجرائيوي استوګنځای، لويديځه برخه، ختيځه برخه، د ايزنهاور اجرائيوي دفتر ودانۍ (د بهرنيو چارو پخوانی وزارت، چېرې چې اوس د ولسمشر د کارکوونکو او مرستيال ولسمشر دفترونه دي) او بلير هاوس د ميلمنو استوګنځای شامل دي. اجرائيوي ودانۍ يې شپږ پوړيزه ده: تر ټولو ښکته پوړ، دولتي پوړ، دويم پوړ او درېيم پوړ، او دوه پوړه يې تکاوي ده. دا شتمني د ملي ميراث سيمه ده چې د ملي پارک خدماتو ملکيت دی او د پريزيډنټ پارک برخه ده. په ۲۰۰۷ز کال کې، د امریکا د ودانيو د مؤسسې د «امريکا د تر ټولو غوره ودانۍ» په نوملړ کې سپينې ماڼۍ ته دويمه رتبه ورکړل شوې وه. [3]کينډۍ:R/superscript