سټون وال جیکسن
From Wikipedia, the free encyclopedia
توماس جوناتن «سټون وال» جیکسن (د ۱۸۲۴ د جنوري ۲۱مه ــ د ۱۸۶۳ د مې ۱۰مه) د امریکا د کورنۍ جګړې په پر مهال کنفډریټ جنرال (۱۸۶۱ـ ۱۸۶۳) و او خدمت یې ترسره کاوه. نوموړی د جنرال رابرټ ای لي وروسته د کنفډریټ ترټولو نامتو قوماندان شو. جکسن تر خپل مرګ پورې د جګړې په ختیځ تیاتر کې کابو په ټولو پوځي بوختیاوو کې اړینه وڼډه لوبولی و او د ډېرو مهمو جګړو په ګټلو کې یې مهمه برخه لرله.[2]
سټون وال جیکسن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
تعلیم | د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي [1] |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
وفاداري | د امریکا متحده ایالات |
مقام | جنرال |
جګړه/جګړې | د مکسیکو او امریکا جګړه ، د امریکا کورنۍ جګړه [1] |
لاسليک | |
سمول |
جیکسن په هغې سیمه کې زېږېدلی چې وروسته د ویرجینیا برخه (په اوسنۍ لوېدیځه ویرجینیا کې) شوه، جیکسن دا فرصت ترلاسه کړ، چې په ویسټ پوانټ کې د متحده ایالاتو په نظامي اکاډمۍ کې استخدام شي او په ۱۸۴۶ ز کال کې فارغ شو. نوموړي په ۱۸۴۶ـ ۱۸۴۸ کلونو کې د مکسیکو او امریکا د جګړې پرمهال د متحده ایالاتو په اردو کې کار کړی او ځان یې په چاپولتیپیک کې مشهور کړ. ښاغلي جیکسن له ۱۸۵۱ ز کال نه تر ۱۸۶۱ ز کال پورې د ویرجینیا په نظامي انسټیټیوټ کې درس ورکاوه، چې په خپلو زده کوونکو کې مشهور نه و. په دې موده کې یې دوه ځله واده وکړ. لومړۍ مېرمن یې د زېږون په وخت کې مړه شوه. دویمه مېرمن یې مریم انا موریسن نومېده، چې تر ۱۹۱۵ ز کال پورې ژوندۍ وه. ویرجینیا د ۱۸۶۱ ز کال په مې کې د فورټ سمټر تر برید وروسته له اتحادیې بېله شوه، جیکسن له کنفډریټ اردو سره یوځای شو. نوموړي د بیل رن په لومړۍ جګړه کې د یوې لېوا په قومانده کې ځان مشخص کړ، چې په جولای کې ترسره شوه. مهم پوځ یې چمتو کړ او د اتحادیې یو سخت برید یې پر شاه وتمباوه. نوموړی برنارډ ایلیوټ بي جونیر د «تیږو دېوال» سره پرتله کړ، له دې امله دا لقب د تل لپاره ورسره پاتې شو.
جکسن په ۱۸۶۲ کال کې د شیناندوه د درې په عملياتو کې یو غوره استثنايي رول ترسره کړ. سره له دې چې د ناسمو استخباراتو له امله له ابتدايي ماتې سره مخ شو؛ خو د ګړندیو او بااحتیاطه کړنو په واسطه جیکسن وتوانېد، چې د اتحادیې درېوو بېلو پوځونو ته ماتې ورکړي او د پوټومیک اردو د ریچمنډ پروړاندې په خپل عملياتو کې د جنرال جورج بي مک کلیلان د پیاوړتیا مخه ونیسي. جیکسن بیا په چټکۍ سره د ریچمنډ په دفاع کې درې فرقه ای حرکت په دې موخه وکړ، چې د شمالي ویرجینیا د جنرال لي پوځ پیاوړی کړي. نوموړي د پوټوماک د مک کلیلان د اردو په وړاندې په اووه ورځنۍ جګړه کې ضعیفه لوبه وکړه، ځکه چې ناوخته میدان ته راوتلی و. د شمالي ویرجینیا د کمپاین په بهیر کې چې کله په اوړي کې د جیکسن سرتېرو د ویرجینیا د جنرال جان پوپ د اردو لپاره د اکمالاتو یو مهمه ډیپو ونیوه او لمنځه یې یووړه، وروسته د بیل رن په دویمه جګړه کې د پوپ د سرتېرو له پرلپسې بریدونو سره مخ شو. د جیکسن سرتېرو د سپتمبر د مریلینډ په عملياتو کې مهم رول لوبولی و، یو ستټراټیژیک موقعیت یې نیولی و. دا موقیعت د هارپر فیری ښارګوټی و او په انټیټام کې د کنفډریټ پوځ له کیڼ اړخو دفاع وکړه. په ډسمبر کې په فریدریکسبرګ کې د جیکسن قول اردو شاتګ وکړ؛ خو په پای کې د میجر جنرال امبروز برنسایډ په مشرۍ د اتحادیې اردو له خوا برید مات شو. د ۱۸۶۳ ز کال د اپریل په وروستیو او د مې په لومړیو کې د یوې لویې اتحادیې له اردو سره مخامخ شو، چې هغه مهال یې جوزف هوکر په چانسیلورسویل کې مشري کوله، لي خپل ځواکونه په درېوو لارو وېشلي وو. جکسن د مې په ۲مه خپل ۳۰۰۰۰ سرتېري واخیستل او د اتحادیې د ښي اړخ په وړاندې یې ناڅاپي برید پیل کړ، مخالف سرتېري یې شاوخوا دوه میله شاته وګرځول. نوموړی په هغه ماښام په تصادفي ډول د کنفډریټ پیکټو له خوا وویشتل شو. د جنرال چپ لاس پرې او ترې بې برخې شو، د لاس د ټپونو له امله کمزوری شوی و او اته ورځې وروسته د سینه بغل له امله مړ شو.
پوځي تاریخپوهان په دې اند دي، چې جکسن د متحده ایالاتو په تاریخ کې یو با استعداده تکتیکي قوماندان و. حتا تکتیکونه یې نن ورځ مطالعه کېږي. د هغه مړینه کنفدراسیون ته یوه سخته ضربه وه، چې نه یوازې د هغه پوځې امکانات یې اغېزمن کړل، بلکې د اردو او عامو خلکو پر مورال یې هم اغېز وکړ. د جیکسن له مړینې وروسته د هغه پوځې کارونې یو افسانوي کیفیت رامنځته کړ، چې د «بایللي لامل» د ایډیالوژۍ مهم عنصر شو.[3][4]