د وینې تېرَونه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د یوه وګړي د وینې دوراني سیسټم ته د رګ لهلارې د وینې ترلاسه شوي محصول د لېږدولو بهیر ته د وینې تېرَونه (په انګلیسي: Blood Transfusion) وایي. په بېلابېلو طبي شرایطو کې، د وینې ضایع شویو برخو د تشو ډکولو په موخه یو وګړي ته وینه ورکول کېږي. په لومړیو کې د وینې بشپړې برخې په سالمه او کره توګه تېرېدلې، خو په پرمختللي طبابت کې د وینې تېرولو پر مهال، په ټولیز ډول، د وینه سره کرویاتو، د وینې سپین کرویاتو، پلازما، د پرنډولو (لخته کولو) فکټورونو او دمویه صفحاتو په څېر، د وینې یوازې اړینې برخې کارول کېږي.[1]
د وینې سره کرویات (RBC) هموګلوبیني حجرې لري او د وجود حجرو ته اکسېجن تامینوي. د وینې سپین کرویات د وینې تېرونې پر مهال، په ټولیزه توګه، نه کارول کېږي؛ خو نوموړي کرویات د معافیتي سیسټم یوه برخه ده او همدا راز له انتانونو سره مبارزه کوي. پلازما د وینې «زېړرنګه» مایع برخه ده، د یوه حایل په توګه عمل کوي او د وجود ټولیزې روغتیا لپاره د اړین پروټین او مهمو موادو درلودونکي دي. دمویه صفحات د وینې په پرنډتوب کې ونډه لري او له وجود څخه د وینې بهېدنې مخنیوی کوي. د دغو برخو تر پېژندنې دمخه، ډاکتران پر دې باور وو چې وینه یوه متجانسه مایع ده. د دغې علمي مغالطې لهامله، ډېرشمېر ناروغانو د ناجوړې او نامناسبې وینې د تېرېدلو لهامله خپل ژوند له لاسه ورکړ.