د لمر رڼا
From Wikipedia, the free encyclopedia
د لمر رڼا د الکترو مقناطیسي وړانګو یوه برخه ده چې لمر یې خپروي، په ځانګړې توګه ماورای حمره (infrared)، د لیدو وړ یا مرئي (visible) او ماورای بنفش (ultraviolet) رڼا. په ځمکه کې د لمر رڼا د ځمکې د اتوموسفیر له لارې خپرېږي او فېلتر کېږي او کله چې لمر پر افق ولاړ وي، د ورځې د وړانګو په څېر ښکاري. کله چې د لمر مستقیمې وړانګې ورېځو نه وي بندې کړې، بیا د ځلېدونکې رڼا او تشعشعي تودوخې د ترکیب په ډول ښکاري. کله چې وړانګې ورېځو بندې کړې وي یا له نورو شیانو څخه منعکسې شوې وي، د لمر رڼا تیت یا شیندل کېږي. سرچینې په ۲۴ ساعتونو کې د نړیوال اوسط له مخې په هر متر مربع کې له ۱۶۴ واټونو څخه تر ۳۴۰ واټونو پورې اټکل کوي؛ ناسا اداره بیا دغه شمېره د ټولې ځمکې د لمریزې ځلا څلورمه برخه اټکلوي.[1][2]
د لمر ماورای بنفش وړانګې پر روغتیا مثبتې او منفي اغېزې لري، ځکه چې هم د (ویټامین ډي ۳) د سنټېز لپاره اړینې دي او هم میوټیجن (mutagen) دي.
د لمر رڼا د لمر له سطحې څخه ځمکې ته په شاوخوا ۸.۳ دقیقو کې را رسېږي. هغه فوټون چې د لمر له مرکزه پیلېږي او له چارچ شوې ذرې سره په هر ځل لګېدو خپل مسیر بدلوي، له ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰۰۰ کلونو پورې وخت نیسي چې سطحې ته ورسېږي. [3][4]
د لمر رڼا په فوټوسنټېز کې یو مهم فکتور دی. فوټوسنټېز هغه پروسه ده چې نباتات او نور اټوټروفیک ارګانېزمونه یې د دې لپاره کاروي تر څو تشعشعي یا معمولاً لمریزه انرژي پر کیمیاوي انرژۍ بدله کړي چې د کاربوهایډرېټ د سنټېز او د ژوندیو موجوداتو فعالیتونو ته د ځواک ورکولو لپاره کارول کېدای شي.