د فرانسې لومړی فرانسوا
From Wikipedia, the free encyclopedia
لومړی فرانسو یا لومړی فرانسېس (زوکړه: د ۱۴۹۴ زکال د سپټمبر ۱۲ مه – مړینه: د ۱۵۴۷ زکال د مارچ ۳۱ مه) له ۱۵۱۵ زکال څخه په ۱۵۴۷ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د فرانسې پاچا و. نوموړی د انګولم د کنټ چارلز او د ساوي د لوئیز زوی و چې یوځل د خپل تره زوی او بیاځلي د خپل بې زویه خصر دوولسم لویي ځای ناستی شو.
د فرانسې لومړی فرانسوا | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۲ سپټمبر ۱۴۹۴[1] |
مړینه | 31 مارچ 1547 (53 کاله)[1] |
د مړینې لامل | ناروغي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه |
پوځي خدمت | |
لاسليک | |
سمول |
فرانسوا د هنرونو پام وړ ملاتړی و او د لیوناردو داوینچي په ګډون یې د ایټالوي هنرمندانو په جذبولو سره د فرانسوي نوي رامنځته شوي رنسانس ترویج ته کار وکړ او له لیوناردو څخه یې د مونالیزا انځور هم خپل کړ. د فرانسوا سلطنت د فرانسې د مرکزي ځواک د ودې، پراخې انسان پالنې او پروتستانت پالنې او په نوې نړۍ کې د فرانسوي اکتشافاتو پر مټ د پراخو کلتوري بدلونونو شاهد و. ژاک کارتیه او نورو د فرانسې لپاره په امریکا کې په ډېرو ځمکو ادعا وکړه او د فرانسې لومړۍ استعماري سترواکۍ ته یې لار هواره کړه.
د فرانسوي ژبې د ترویج او پراختیا په برخه کې د رول لرلو له امله نوموړی د فرانسوي ژبې د پلار او بېرته را ژوندي کوونکي (le Père et Restaurateur des Lettres) په توګه پېژندل کېږي. نوموړی د خپل لوی سیال، سترواک پنځم چارلز پر وړاندې چې د هسپانیا پاچا هم و په جګړو کې د شخصي ونډې اخیستو له امله د لوی دماغ لرونکي فرانسوا (François au Grand Nez)، ګرانډ کولاز (Grand Colas) او روی – شوالیه (Roi-Chevalier؛ مبارز پاچا) په توګه پیژندل کېږي. [2]
فرانسوا د خپلو مخکښانو له پالیسیو څخه په پیروي له ایټالیا سره جګړو ته دوام ورکړ. د بورګوندي هالنډ او د هسپانیا د تاج او تخت د ځای ناستوب او همدارنګه د روم د مقدسې سترواکۍ په ټاکنو کې د پنځم چارلز بریا په دې معنا وه چې فرانسه له جغرافیايي پلوه د هابسبورګ سلطنت له خوا چاپېره شوې وه. د دغې سترواکۍ د واکمنۍ له اغېزو څخه د خلاصون په موخه فرانسوا هڅه وکړه د سرو زرو د جامو په ډګر (Field of the Cloth of Gold) کې د انګلستان د اتم هنري ملاتړ خپل کړي. خو په دغه برخه کې له ناکامۍ وروسته هغه له مسلمان واکمن سلطان سلیمان سره د فرانسې – عثمانیانو اتحاد رامنځته کړ چې هغه مهال د یو عیسوي پاچا له خوا دغه ډول ګام بحث پارونکی و. [3][4]