د انګلستان لومړی چارلز
From Wikipedia, the free encyclopedia
لومړی چارلز (د ۱۶۰۰ز کال د نومبر له ۱۹ مې نه د ۱۶۴۹ ز کال د جنوري تر ۳۰ مې پورې) د ۱۶۲۵ ز کال د مارچ له ۲۷ نه د ۱۶۴۹ ز کال د اعدام تر شېبې پورې د انګلستان، سکاتلنډ او آیرلنډ پاچا و. نوموړی د د سټوارت په کورنۍ کې زېږېدلی و او د سکاتلنډ د شپږم پاچا جېمز دویم زوی و، خو کله چې په ۱۶۰۳ ز کال کې د نوموړي پلار (د لومړي جېمز په توګه) د انګلستان تخت په میراث یووړ، نو انګلستان ته کډه شو، چې په هغه ځای کې یې د خپل ژوند ډېره پاتې برخه تېره کړه. نوموړي په ۱۶۱۲ ز کال کې د خپل مشر ورور هنري فریډریک، د ویلز شهزاده له مړینې وروسته د انګلستان، سکاټلینډ او آیرلینډ د درېیو پاچاهیو ولیعهد شو. نوموړی د هسپانوي هابسبرګ شهزادګۍ ماریا انا سره د واده د یوې بې پایلې هڅې له امله په ۱۶۲۳ ز کال کې په یوه اته میاشتني سفر هسپانیا ته ولاړ، چې په پایله کې د واده خبرې بې ګټې وې. هغه دوه کاله وروسته، د فرانسې د بوربن شهزادګۍ هنریتا ماریا سره واده وکړ.
د انګلستان لومړی چارلز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | لندن |
تابعیت | برېتانيا [1] |
اولاد | |
پلار | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
لاسليک | |
سمول |
کله چې چارلز په ۱۶۲۵ ز کال کې ځایناستی شو، د انګلستان له پارلمان سره په شخړه کې ښکېل شو، چې د نوموړي د شاهي وراثت د حق د مخنیوي په هڅه کې وو. چارلز د پاچایانو په الهی حق باور درلود او په دې هوډ و چې د خپل وجدان پر بنسټ واکمني وکړي. د هغه ډېری رعیت د نوموړي د سیاستونو، په ځانګړې توګه د پارلمان له رضایت پرته د مالیاتو د وضع کولو پر وړاندې ودرېدل او د هغه کړنې یې د یوه ټولواکه ظالم پاچا په توګه و انګېرلې. د هغه مذهبي تګلارې او له یوې رومې کاتولیکې سره واده، د دیني اصلاح شویو ډلو، لکه: د انګلیسي پروتستانت پیوریتانو او سکاټلنډي پروتستانت کانوینانتریانو تر منځ مخالفت او بې باوري رامنځته کړه، چې دوی فکر کاوه، چې نوموړی سخت درېځه کاتولیک دی. چارلز له انګلیسي لویو کلیساګانو، لکه: ریچارډ مونتاګو او ویلیم لاډ نه ملاتړ وکړ او د دېرش کلنې جګړې په اوږدو کې براعظمي پروتستانت ځواکونو ته په بریالۍ مرسته کې پاتې راغی. په سکاټلندي کلیسا باندې د انګلیسي لويې کلیسا د کړنو په تپلو کې د هغه هڅې د روحانیونو دجګړې لامل شوې، چې د انګلیسي او سکاټلندي پارلمانونو درېځ یې پیاوړی کړ او د نوموړي په راپرځېدو کې یې مرسته وکړه.
چارلز له ۱۶۴۱ کال نه وروسته، د انګلیس په کورنۍ جګړه کې د انګلیسي او سکاټلنډي پارلماني لښکرو سره جګړه وکړه. نوموړی په ۱۶۴۵ز کال کې له خپلې ماتې وروسته، سکاټلنډي ځواکونو ته تسلیم شو، چې په پایله کې یې هغه د انګلیس پارلمان ("اوږد مهاله پارلمان") ته وسپارل شو. چارلز د مشروطه پاچهۍ لپاره د خپلو نیوونکو د غوښتنو له منلو نه ډ ډه وکړه او په لڼد مهاله توګه د ۱۶۴۷ز کال په نومبر کې له بند نه وتښتید. نوموړي د د وایټ په ټاپو کې له بیا زنداني کېدو وروسته، له سکاټلنډ سره اتحاد وکړ، خو د ۱۶۴۸ ز کال په وروستیو کې نوي ډول پارلماني ځواک په ټول انګلستان خپل کنټرول ترلاسه کړ. چارلز د ۱۶۴۹ ز کال د جنوري په میاشت کې د لوی خیانت په تور محاکمه شو او په اعدام محکوم شو. شاهي نظام لغوه شو او د انګلستان مشترک المنافع هېواد د جمهوریت په توګه تاسیس شو. په ۱۶۶۰ ز کال کې شاهي نظام د نوموړي د زوی دویم چارلز له خوا بیرته را ژوندی شو.