جک کربی
From Wikipedia, the free encyclopedia
جک کربی (د جیکوب کورتزبرګ په نوم وزېږېد؛ زوکړه: د ۱۹۱۷ زکال د اګست ۲۸ مه – مړینه: د ۱۹۹۴ زکال د فبروري ۶ مه) د کارتوني کتابونو امریکايي هنرمند، لیکوال او اېډېټور و چې په پراخه کچه د کارتون جوړونې له اصلي نوښتګرو او همدارنګه په دغه برخه کې د پریمانه اغېزمنو اثارو د رامنځته کوونکي په توګه پېژندل کېږي. هغه په نیویارک ښار کې را لوی شو او د کمیډي شخصیتونو څخه په تقلید او په نشریاتو کې د خپرو شوو کارتونونو څخه یې زده کړل څه ډول کارتوني رسامي وکړي. نوموړي په ۱۹۳۰ زکال کې د کارتون نوي رامنځته شوي صنعت ته مخه کړه او د هغو مختلفې ځانګړنې یې په مختلفو نومونو ترسیم کړي هغه وړاندې له دې چې د جک کربي کارتوني شخصیت په نوم کارتونونه جوړ کړي خپل کارتونونه یې د جک کورتیس د شخصیت په نوم جوړول. په ۱۹۴۰ زکال کې نوموړي او لیکوال – اېډیټور جو سایمون وکولای شول د ټایملي کامیکس لپاره چې د مارویل کامیکس شرکت مخکښ شرکت و د کپتان امریکا په نوم ډېر بریالی کارتوني شخصیت جوړ کړي. د ۱۹۴۰ مې لسیزې پر مهال کربي په مرتب ډول له سایمون سره همکارۍ ته مخه کړه چې د یاد شرکت او نیشنل کامیکس خپروندی شرکت لپاره یې چې بیا په ډي سي کامیکس واوښت؛ ګڼ شمېر کارتوني شخصیتونه جوړ کړل. [7]
جک کربی | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | نيويارک [1][2] |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری [3] |
استوګنځای | منهټن [4] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [2] |
نسل | یہودی [5][6] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه [2] |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په اروپايي تیاتر کې له خدمت کولو وروسته کربي د ډي سي کامیکس، هاروی کامیکس، هیلمن پریوډیکال او نورو خپروندویو شرکتونو لپاره آثار تولید کړل. په کریسټ وډ خپروندی شرکت هغه او سایمون د عاشقانه کارتون ژانر جوړ کړ او بیا یې د مېنلاین خپروندی شرکت په نامه خپل شرکت جوړ کړ چې د ډېرې لږ مودې لپاره یې دوام وکړ. کربي په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې د ټایملي د بېرته تکرار شوي اطلس کامیکس په نامه کتاب کې مرسته وکړه چې بیا دغه شرکت په مارویل واوښت. دلته په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې کربي د دغه شرکت تر ټولو پام وړ شخصیتونه له دې ډلې څلور حیرانونکي، ایکس من، ثور، هالک، وسپنیز سړی او تور پړانګ جوړ کړل. د کربي له خوا ټاکل کېدونو عناوینو ښه بازار درلود او آن منتقدینو به یې هم ساتینه کوله، خو په ۱۹۷۰ زکال کې هغه مهال چې کربي احساس وکړ له هغه سره په ځانګړې توګه د لیکوال او نوښتګر د حقونو په برخه کې ناعادلانه چلن شوی دغه شرکت یې د هغه د سیال ډي سي کمیکس په مقصد پرېښود.
په ډي سي کې کربي د څلورمې نړۍ د حماسې په نوم کارتون جوړ کړ چې څو کارتوني عناوین یې لرل. په داسې حال کې چې دغه سریال له سوداګریز پلوه بریالی نه و او لغو شو، خو د څلورمې نړۍ د نویو خدایانو په عنوان د هغه کارتون د ډي سي د نړۍ د مهمې برخې په توګه دوام وموند. کربي د ۱۹۷۰ مې لسیزې له نیمايي څخه د هغو تر پای پورې د لنډ مهال لپاره بېرته مارول ته ولاړ او بیا د تلویزیوني انمیشن او خپلواک کمیک نړۍ ته ننوت. کربي د خپل عمر په پای کې چې هغه مهال ورته «د کمیک ویلیام بلیک» ویل کېدل د خپلو حرفوي لاسته راوړونو له امله د مطبوعاتو په اصلي جریان کې په رسمیت وپېژندل او په ۱۹۸۷ زکال کې یو له هغو دریو کسانو څخه و چې د هنر په برخه کې مشاهیرو ته د ویل اسنر د جایزې د ورکولو د مراسمو په افتتاحیه کې د دغې جایزې د ګټونکو په نوملړ کې راغی. په ۲۰۱۷ زکال کې د کربي له مړینې وروسته نوموړی نه یوازې د خپرونو په برخه کې د هغه د نوښتونو له امله بلکه په دې دلیل چې د هغه نوښتونو د والټ ډیزني شرکت د څانګی یا مارویل سینمايي نړۍ د بریالي مالي او انتقادي رسنیز امتیاز بنسټ جوړاوه؛ د ډیزنی د اتل په نامه ونومول شو. [8]
کربي په ۱۹۴۲ زکال کې له روزالینډ ګلډشټاین سره واده وکړ. دوی څلور ماشومان لرل او د واده اړیکې یې په ۱۹۹۴ زکال کې د ۷۶ کلونو په عمر د زړه د سکتې له امله د هغه د مړینې تر مهاله دوام درلود. د هغه په ویاړ د جک کربي او Jack Kirby Hall of Fame جایزې رامنځته شوې. نوموړی د کارتون په برخه کې د خپلو اغېزمنو چارو له امله د هغه د پلویانو ترمنځ د «پاچا» په نوم پېژندل کېږي.