بهایی دین یا بهایی عقیده (چې ځينې يې بهائیت او بهايی هم ليکي) دا یو توحیدی، ابراهیمي او ایراني دین دی چې حسین علي نوري، ملقب په بهاءالله، په ۱۹ پیړۍ کې تاسیس کړ. بهائیان په دې باور دي چې پیغمبران "د وحی د تدریجي ظهور" له بهیر سره تړلي دي.[2][3] د دې بهیر له مخې، خدای د وخت د غوښتنو او د انسان د پوهاوي له ظرفيت سره سم، په پرله پسې او تدريجي ډول هغه ته خپل تعليمات وړاندې کوي.
چټک مالومات په نامه د, اغېزمېدنه لخوا د ...
تړل
له همدې امله، مذهبونه د ارتقاء لاره تعقیبوي او د ادیانو ظهور پای نه لري. همدارنګه بهائیان په دې باور دي چې بهاء الله (۱۸۱۷-۱۸۹۲) د پخوانیو پیغمبرانو په کتار کې د خدای نوی پیغمبر دی. او د هغه د ظهور موخه د انسانانو تر منځ د یووالي او سولې رامنځته کول دي. بهائیان بهاء الله د ټولو ادیانو او مذاهبو موعود ګڼي. بهايي دین په یو خدای باور، د ټولو الهی مذهبونو د یووالي بڼسټ، د انساني نسلونو په یووالي، د مذهبي حقایقو په تدریجي ظهور، د انسانانو یووالي، د مذهبي حقایقو تدریجي ظهور، د انسانانو ذاتی شرافت او وقار، د ټولو خلکو لپاره د فکر د ازادۍ په شمول په مساوي حقونو باور، د ښځینه او نارینه تر منځ مساوات، د ساینس او مذهب همغږي، د عبادت او خدمت نه جلا کول، د حقایقو لټون او له تقلید او هر ډول تعصب څخه د خلاصون اړتیا، ښه سلوک او اخلاق او د معنوي ځانګړتیاوو د پراختیا اهمیت، د تعلیم اهمیت، د بې وزلۍ او ډیرې شتمنۍ د له منځه وړلو او په ټولو بشري فعالیتونو کې د عدالت په اړتیا ټینګار کوي.[4][5][6]