اینیس دو بورګوئنګ
فرانسوی نرسه / From Wikipedia, the free encyclopedia
اینیس ماری دو بورګوئنګ، همدارنګه اینیس فورتول، اینیس لیوتی (زوکړه: د ۱۸۶۲ زکال د جنوری ۵ مه – مړینه: د ۱۹۵۳ د فبروری ۹ مه) مخکښه فرانسوۍ ناروغ پالونکې (نرسه) وه چې د فرانسې د سرې میاشتې ټولنې د مشرې په توګه یې خدمت وکړ او په مراکش کې یې د سرې میاشتې ټولنې د نرسنګ څانګه پرانیسته. هغې لومړنۍ مېرمن وه چې د پراخو ټولنیزو خدمتونو له امله ورته د فرانسې د ویاړونو تر ټولو لوړ نښان (Legion of Honour) ورکړل شو. همدارنګه یې په مراکش کې د خدمتونو له امله د مراکش د پاچا له لوري د علوي الشریفینو د لوړ پوړې افسرې نښان ترلاسه کړ.
دو بورګوئنګ چې په یوه اشرافي کورنۍ کې وزېږېده؛ په دربار کې یې زده کړې وکړې او د جوزف فورتول په نامه یې د توپخانې له یوه افسر سره واده وکړ. له کونډې کېدو او د خپلو ماشومانو له لویولو وروسته یې د نرسنګ څانګه غوره کړه څو له دې لارې وکولای شي له بېوزلۍ سره مبارزه وکړي. همدا و چې په پاریس کې یې د نرسنګ برخې اړوند په لومړنیو رسمي ټولګیو کې ونډه واخیسته. د نرسې په توګه له کار پیلولو وروسته هغې د فرانسې د سرې میاشتې ټولنې د مخکښ بنسټ Société de Secours aux Blessés Militaires سره له هېواده بهر ولاړه څو په شمالي افریقا کې کار وکړي. نوموړې په ۱۹۰۷ زکال کې له دغه بنسټ سره مل شوه او همدغه کال یې مراکش ته سفر وکړ او په کازابلانکا کې یې یو روغتیايي مرکز پرانیست. پنځلس میاشتې وروسته هغې د سیسل د ځمکې ښوویدنې په فاجعه کې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه.
په ۱۹۰۹ زکال کې یې له هوبرت لیوتي سره چې د مراکش لومړنی استوګن فرانسوی نایب السلطنت شو؛ دویم واده وکړ او له واده وروسته یې خپل وخت د فرانسې او مراکش ترمنځ ووېشه او په دواړو هېوادونو کې یې روغتونونه، زېږنتونونه او له ماشومانو څخه د پالنې مرکزونه جوړ کړل. د لومړۍ او دویمې نړیوالۍ جګړې پر مهال نوموړې په فرانسه کې د یوه روغتون د مدیرې په توګه خدمت وکړ او د مراکش په سلا سیمه کې یې د سرتېرو لپاره د بېرته رغېدو یو مرکز جوړ کړ؛ همدارنګه یې د فرانسې لپاره د نورو هېوادونو د ځواکونو لپاره د تقاعد یو مرکز هم پرانیست. د فرانسې د سرې میاشتې په مخکښ بنسټ کې د ښځو د کمېتې د مشرې په توګه له خدمت وروسته (۱۹۲۶-۱۹۳۹ زکال) هغه مهال چې د سرې میاشتې مخکښ درې بنسټونه په ۱۹۴۰ زکال کې په یوه واحده اداره واوښتل؛ د فرانسې د سرې میاشتې ټولنې د ښځینه و د مرکزي کمېټې مرستیاله او بیا یې هم عمومي منشي شوه. نوموړې په دغه ټولنه کې د خپل ژوند تر اتیایمې کلیزې پورې هغه مهال چې په ۱۹۵۳ زکال کې په مراکش کې مړه شوه کار وکړ. د هغې مړی فرانسې ته راوړل شو.