اينه
From Wikipedia, the free encyclopedia
اينه (په انگرېزي: Liver) په شمزۍ دارو او نورو ژويو کې يو حياتي اورگان دی. دا اورگان د انسانانو او ژويو په بدن کې ډېرې دندې ترسره کوي چې په دغو کې د بدن نازهرجن کول، د پروټينو جوړښت او هضمي کړنو کې اړين ژونکيميايي توکي جوړول دي. د ژوندي پاتې کېدو لپاره اينه يو اهم اورگان دی، که څه هم چې د اينې ډايليسېز د لنډې مودې لپاره کارېدلی شي خو دم مهال داسې هېڅ کومې لارې چارې نشته چې د اينې د نشتون جبران کړي.
د بدن همدا غړی په استقلاب کې ډېر اهم رول لري او په بدن کې يو شمېر کړنې لکه د گلايکوجن زېرمه، د وينې د سرو توکو تجزيه، د پلازما د پروټينونو جوړښت، هورموني توليد او د بدن نازهرجن کول د اينې له اهمې دندو شمېرل کېږي. اينه د پرين نه لاندې د گېډې په سيمه کې ځای پر ځای ده. دا اورگان يو الکلاين مرکب چې د تريخوب يا صفرا په نوم يادېږي جوړوي. د تريخوب دنده د بدن د شحمياتو هضمول دي. اينه له يو ځانگړي ژونپوهنيز ووب نه جوړ دی چې د ډېرې لوړې اندازې ژونکيميايي تعاملونو د زغملو او اداره کولو توان لري، په دغو ژونکيميايي تعاملونو کې د وړو او پېچلو ماليکيولونو جوړېدنې او ماتېدنې نغښتې دي، چې د حياتي کړنو لپاره ډېر ضروري دي.[1]
په طبي چارو کې اينې ته د هېپاټو يا هېپاټېک په نوم اشاره کېږي، دا اصطلاح د يوناني ژبې د هېپر (ἡπαρ) له نوم نه راوتلې چې د اينې په مانا دی. په عربي ژبه اينې ته کبد وييل کېږي.