انور خلیل خوجه
From Wikipedia, the free encyclopedia
انور خلیل خوجه (/ˈhɒdʒə/ HOJ-ə په آلبانیایي کې: [ɛnˈvɛɾ ˈhɔdʒa]؛ زوکړه د ۱۹۰۸م کال د اکټوبر ۱۶مه – مړینه د ۱۹۸۵م کال د اپرېل ۱۱مه) یو آلبانیایی کمونیسټ سیاستوال وو. هغه له ۱۹۴۱م کال څخه تر ۱۹۸۵م کاله د مرګ تر وخته د آلبانیا د کار ګوند لومړی منشي وو. همدارنګه هغه د آلبانیا د کار ګوند د دفتر غړی، د آلبانیا ډیموکراټیکې جبهې مشر او د وسلهوالو ځواکونو عمومي قومندان وو چې له ۱۹۴۴م کال څخه د هغه مړینې پورې تر ۱۹۸۵م کاله پورې یې په هېواد حکومت وکړ. هغه د ۱۹۴۴ تر ۱۹۵۴م کاله پورې د آلبانیا دوه ویشتم لومړی وزیر وو او په بېلابېلو وختونو کې د آلبانیا د خلکو سوسیالیسټ جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د دفاع وزیر وو.[2][3]
انور خلیل خوجه | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | تیرانا [1] |
هديره | تیرانا |
تابعیت | البانیا |
عملي ژوند | |
تعلیم | پاریس پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ، اېټاليايي ژبه ، روسي ، سربيايي ژبه ، فرانسوي ژبه |
مؤثر | کارل مارکس ، ولادمير ايليچ لېنين ، جوزف سټالين |
تحریک | اتيزم |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه ، د هسپانيې کورنۍ جګړه |
لاسليک | |
سمول |
خوجه په ۱۹۰۸م کال کې په جیروکاسټر کې وزېږېد او په ۱۹۳۶م کال کې د ښوونځي ښوونکی شو. په آلبانیا باندې د ایټالیا له برید وروسته، په ۱۹۴۱م کال کې په شوروي اتحاد کې د آلبانیا کار ګوند په تاسیس سره هغوی سره یوځای شو. هغه د ۱۹۴۳م کال په مارچ کې په ۳۴ کلنۍ کې هغه د لومړي منشي په توګه وټاکل شو. د هېواد د آزادېدو څخه دوه کاله وروسته، د پاچا زوګ سلطنت په رسمي توګه لغوه شوه او خوجه د آلبانیا سمبولیک دولت د مشر په توګه واک ته ورسېد.
هغه د خپل ۴۱ کلن حکومت په اوږدو کې، هغه هېواد چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ویجاړ شوی وو، بېرته ورغاوه، د آلبانیا لومړنۍ رېل پټلۍ یې جوړه کړه، د لویانو د باسوادۍ کچه یې له ۵ سلنو څخه ۹۰ سلنو ته ډېره کړه، وباوې یې له منځه یوړې، هېواد ته یې برېښنا راوسته او البانیا یې د زراعتي خپلواکي خوا ته هدایت کړه. هغه همدارنګه مذهب، له هېواد بهر ته سفر او خصوصي مالکیت غیرقانوني اعلان کړل، د آلبانیا ټول مذهبي امکانات یې یا بند کړل یا یې د سیکولري ګټو لپاره وکارول. د هغه په رژیم کې، زرګونه مخالفان اعدام شول او په لسګونو زرو نور کسان د اجباري کار په کمپونو کې زنداني شول.[4][5]
د خوجه د دولت ځانګړنه دا وه چې د ۱۹۷۰مې لسیزې له منځ/وروستیو وروسته، د تعدیل ضد په مارکسیزم – لینینیزم، یعنې اسټالینیزم ولاړ وو. په ۱۹۷۶-۱۹۷۸ دوره کې له مائوئیزم څخه د هغه د جلا کېدو وروسته، په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر مائوئیسټي ګوندونو خپل ځانونه هوکسیسټان اعلان کړل. د ګوندونو نړیوال کنفرانس او د مارکسیسټ – لینینسټ سازمانونه (وحدت او مبارزه) د دې ګوندونو ترټولو پېژندل شوي ټولګې دي.