افدرين
From Wikipedia, the free encyclopedia
افدرين (په انگرېزي: Ephedrine) د القلويد د موادو څخه يو درمل دی چې د افدرا له بوټي جوړېږي. دغه توکه په طبابت کې کارېږي او په اوس وخت کې په آزمېښتون کې جوړېږي. افدرين د کرېستال سپين توکه ده چې خوند يې تريخ دی. افدرين د سېمپاټومېمېټيک درمل دی چی پر عصبی مرکزی سیستم آغېزه لری. افدرین هم د زکام د علاج لپاره کارېږی.
گواښنه: دا چې دلته د مالوماتو د خپرولو هڅه شوې، خو ويکيپېډيا په همدې ليکنه کې د درملو او د درملو د کيميايي کړنو او زيانونو اړونده د سمو او بشپړو مالوماتو د خپراوي پازه پر خپل غاړه نه اخلي. |